د هلمند مارجه کې د خرما ۱۰۰ جریبه بڼ جوړېږي

mail-admin
Wed, Oct 22 2025 12:45 PM
د هلمند مارجه کې د خرما ۱۰۰ جریبه بڼ جوړېږي

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅونه او همارۍ یو تن ځايي پانګوال غواړي د مارجې ولسوالی په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې د خرما بڼ جوړ کړي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه بڼ کې به د خرما د «پیاروم مضافتي» ډول نیالګي وکرل شي، چې د لوړ حاصل، ښه کیفیت او د بازار د لاسته راوړنې له امله ځانګړې اقتصادي ارزښت لري.
د هلمند دکرنې رییس مولوي نیازمحمد وهاج د یاد پانګوال سره ځانګړې ناسته ترسره کړه او هغه ته یې ډاډ ورکړی، چې ریاست به د بڼ جوړونې په ټولو پړاوونو کې تخنیکي او مشورتي ملاتړ ورسره وکړي.
مولوي وهاج زیاته کړه، چې د خرما بڼونه نه یوازې د کرنیزو محصولاتو په تنوع کې مهم رول لري، بلکې د وچو او ګرم اقلیم سیمو لپاره یوه دوامداره او ګټوره پانګونه هم ده.
د دغه اقدام په ترسره کېدو سره تمه ده چې د هلمند په کرنیز سکتور کې به د نوو پانګونو زمینه برابره شي، بزګرانو ته به د عاید نوې سرچینې ایجاد او د ولایت د اقلیم له شرایطو سره سم به د خرما د کرنې د ترویج بنسټ کېښودل شي.

در ولسوالی مارجه‌ی ولایت هلمند باغ ۱۰۰ جریبه‌ی خرما احداث می‌شود
۳۰ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
با تشویق و همکاری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هلمند، یکی از سرمایه‌گذاران محلی قصد دارد در ۱۰۰ جریب زمین در ولسوالی مارجه باغ خرما احداث کند.
بر اساس معلومات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری هلمند، در این باغ نهال‌های خرمای نوع «پیاروم مضافتی» کشت خواهد شد که به‌دلیل حاصل‌دهی بلند، کیفیت خوب و بازار مناسب، ارزش اقتصادی ویژه‌ای دارد.
مولوی نیازمحمد وهاج، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری هلمند، در دیدار ویژه با این سرمایه‌گذار اطمینان داده است که ریاست زراعت در تمام مراحل احداث باغ، از نظر تخنیکی و مشورتی، از او حمایت خواهد کرد.
مولوی وهاج افزود که احداث باغ‌های خرما نه‌تنها در تنوع محصولات زراعتی نقش مهم دارد، بلکه برای مناطق خشک و گرم اقلیم هلمند، یک سرمایه‌گذاری پایدار و سودآور نیز به‌شمار می‌رود.
با اجرای این طرح، انتظار می‌رود زمینه‌ی سرمایه‌گذاری‌های جدید در سکتور زراعت هلمند فراهم گردد، برای دهقانان منابع تازه‌ی عایداتی ایجاد شود و پایه‌ی ترویج کشت خرما مطابق به شرایط اقلیمی این ولایت گذاشته شود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS