د کندهار نېش ولسوالی کې د میان‌کوه د چکدېم د پر چاویو د بیارغونې پروژه پرانیستل شوه پرچاوه 

mail-admin
Mon, Oct 20 2025 2:35 PM
د کندهار نېش ولسوالی کې د میان‌کوه د چکدېم د پر چاویو د بیارغونې پروژه پرانیستل شوه پرچاوه 

۲۸ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار نېش ولسوالی کې د میان‌کوه د چکدېم د پر چاویو د بیارغونې پروژه په رسمي ډول په کرونده کې د اوبو د تنظیم او د اوبولګولو د نویو ټکنالوژیو رییس مولوي معاذالله عادل، له مرکز څخه ورسره مل پلاوي، دکندهار ولایت دکرنې ریاست استازي، د نېش ولسوالی استازو او سیمه‌ییزو مشرانو په شتون کې پرانیستل شوه.
د یادې پروژې اوږدوالی ۳۰ متره دی، چې د ۲ میلیونه او ۹۹۴ زره او ۵۰ افغانیو په لګښت له یوه خصوصي شرکت سره قرارداد شوې ده. دا پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې تمویلېږي او ټاکل شوې، چې د درې میاشتو په موده کې بشپړه شي.
د دې پروژې د تطبیق موخه د اوبو خوندي لېږد، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په پار د موسمي اوبو زېرمه کول، کاریزونو او د اوبولګولو د سرچینو پیاوړتیا، د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره د مبارزې مدیریت او د سیمه‌ییزو خلکو لپاره د کار زمینه برابرول دي.
د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له پرانستې خوښي وښوده او له مسؤلینو یې وغوښتل، چې د اوبولګولو د نورو بنسټیزو پروژو د پلي کېدو ملاتړ ته دوام ورکړي، څو بزګران وکولای شي خپلې کرنیزې ځمکې پراخې کړي، د حاصلاتو کچه لوړه او د خپلو کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کړي.

پروژه بهسازی پرچاوه چکدم میان‌کوه ولسوالی نیش ولایت کندهار افتتاح شد
۲۸ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش 
پروژه بهسازی پرچاوه چکدم میان‌کوه ولسوالی نیش ولایت کندهار با حضور مولوی معاذالله عادل، رئیس تنظیم آبیاری در مزرعه و ترویج تکنالوژی‌های جدید آبیاری، هیئت همراه‌شان از مرکز، نماینده ریاست زراعت کندهار، نمایندگان ولسوالی نیش و بزرگان محل به‌گونه رسمی افتتاح و آغاز گردید.
طول این پروژه ۳۰ متر بوده وکار ساخت آن  به هزینه ۲میلیون ۹۹۴ هزار ۵۰ افغانی با یک شرکت خصوص قرارداد شده است. این پروژه از بودجه انکشافی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تمویل و قرار است در مدت سه ماه تقویمی تکمیل گردد.
هدف از تطبیق پروژه یادشده، انتقال مصون آب، ذخیره آب‌های فصلی برای تقویت آب‌های زیرزمینی، کاریزها و منابع آبی آبیاری، همچنان مدیریت آسیب‌های ناشی از تغییرات اقلیمی و ایجاد اشتغال برای مردم محل عنوان شده است.
باشندگان محل ضمن ابراز خرسندی از افتتاح این پروژه، از مسئولان خواستار تداوم حمایت و اجرای پروژه‌های زیربنایی آبیاری شدند تا دهاقین بتوانند ساحات بیشتری را زیر کشت آورده، سطح حاصلات و معیشت خانوادگی‌شان را بهبود بخشند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS