د ننګرهار کوز کونړ کې یوشمېر بې وزله مېرمنو ته دچرګانو کورني فارمونه جوړېږي

mail-admin
Mon, Oct 20 2025 11:40 AM
د ننګرهار کوز کونړ کې یوشمېر بې وزله مېرمنو ته دچرګانو کورني فارمونه جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ستاسو غږ مؤسسې له لورې کوړ کونړ ولسوالی کې سلو هغو کورنیو او بې وزله مېرمنو ته چې د کورنۍ د نفقي مسولیت ور ترغاړې وي کورني چرګان او وسایل ورکول کېږي.
د ستاسو غږ مؤسسې مسول انجنیر صابر مملوال وویل هره کورنۍ ته به ٣٠ قطعی چرګان څلور ځلې د چرګانو خوراکه، مرغانچې، دانه خورې، اب خوره، واکسینونه او دوامداره روزنې هم ورکړل شي .
نوموړي زیاته کړه، چې د خوړو خوندیتوب او ناچاره کورنیو د لاسنیوی لپاره انتخاب شوو کورنیو ته څلور ځلې د لومړنیو اړتیاوو وړ خوراکي توکې هم ورکول کېږي .
همدارنګه د ډنمارک د کدوالو نړۍواله موسسه په ننګرهار کې نږدې ٥٠٠ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کرنیز وسایل هم ورکوي. 
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن دواړه پروژې د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې مهمې او اړینی وبللې او مسولینو ته یی په ټولو قانوني چارو کې د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.


در ولسوالی کوزکنر ولایت ننگرهار برای شماری از زنان بی‌بضاعت فارم‌های کوچک مرغداری ساخته می‌شود
۲۸ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، مؤسسه «ستاسو غږ» برای ۱۰۰ خانواده و زن بی‌بضاعتی که مسئول تأمین نفقه خانواده‌هایشان هستند، در ولسوالی کوزکنر فارم‌های کوچک مرغداری ایجاد می‌کند.
انجینر صابر مملوال، مسئول مؤسسه «ستاسو غږ» گفت که برای هر خانواده ۳۰ قطعه مرغ، چهار نوبت خوراک مرغ، مرغ‌دان، دانه‌خوری، آب‌خوری، واکسین و آموزش‌های دوامدار داده می‌شود.
وی افزود که به‌منظور تأمین مصونیت غذایی و حمایت از خانواده‌های نیازمند، به خانواده‌های منتخب چهار مرتبه مواد خوراکی اولیه نیز توزیع خواهد شد.
همچنین، مؤسسه بین‌المللی مهاجران دنمارک در ولایت ننگرهار برای حدود ۵۰۰ دهقان تخم اصلاح‌شده گندم و وسایل زراعتی توزیع می‌کند.
مولوی محمدولی محسن، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، هر دو پروژه را در بخش‌های زراعت و مالداری مهم و ضروری دانست و به مسئولان آن‌ها اطمینان داد که ریاست زراعت در تمام امور قانونی با آنان همکاری و هماهنگی لازم را انجام خواهد داد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS