د کندهار څلورو ولسوالیو کې ۳۰ زره کوچني څاروي د طاعون پر وړاندې وقایه شوي

mail-admin
Mon, Oct 20 2025 8:50 AM
د کندهار څلورو ولسوالیو کې ۳۰ زره کوچني څاروي د طاعون پر وړاندې وقایه شوي

۲۷ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او»  په مالي ملاتړ، د مسلکي پاراوټرانو په تخنیکي همکارۍ او د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، ددې ولایت په څلورو ولسوالیو کې ۳۰ زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ د مخنیوي په موخه وقایوي واکسین شوي دي.
یاد واکسین د لس ورځو په موده کې  تطبیق شو، چې موخه یې د طاعون وژونکې ناروغۍ مخنیوی، د څارویو روغتیا خوندي ساتل، او د مالدارانو د اقتصادي زیانونو کمول او د هغوی اقتصادي ملاتړ دي. ترڅو د دې واکسین تطبیق سره به د څارویو شېدو او غوښې تولید عادي پاتې شي، د ناروغیو خپرېدل به په وخت کنټرول شي، او ترڅنګ یې مسلکي کسانو ته د کار فرصتونه هم برابره شوې وه.
د یادونې وړ ده، چې څه باندې یوه اوونې وړاندې د کندهار د کرنې ریاست په هڅه او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار ښار او ۱۹ ولسوالیو کې د ۸۰ زره کوچني څارویو لپاره د طاعون وقایوي واکسین کمپاین پیل شوې وه، چې اوس مهال یي په نورو ولسوالیو کې د تطبیق چارې لاهم روانې دي.


در چهار ولسوالی ولایت قندهار ۳۰ هزار حیوان کوچک در برابر بیماری طاعون واکسین شدند
۲۷ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت قندهار و با حمایت مالی سازمان غذا و زراعت ملل متحد، در همکاری تخنیکی د داکتران مسلکی حیوانات و تحت نظارت مستقیم آمریت مالداری، ۳۰ هزار حیوان کوچک در چهار ولسوالی این ولایت به‌منظور جلوگیری از بیماری طاعون واکسین شدند.
این واکسین طی ده روز تطبیق گردید که هدف آن جلوگیری از بیماری خطرناک طاعون، حفظ سلامت حیوانات، کاهش زیان‌های اقتصادی مالداران و حمایت از وضعیت معیشتی آنان بود. با اجرای این واکسین، تولید شیر و گوشت حیوانات در حالت عادی باقی خواهد ماند، شیوع بیماری‌ها در زمان مناسب کنترول می‌شود و برای افراد مسلکی نیز زمینه کار فراهم گردید.
قابل یادآوری است که حدود یک هفته پیش، به ابتکار ریاست زراعت قندهار و با حمایت مالی سازمان غذا و زراعت ملل متحد، کمپاین وقایوی واکسین طاعون برای ۸۰ هزار حیوان کوچک در شهر قندهار و ۱۹ ولسوالی دیگر آغاز شده بود که در حال حاضر روند تطبیق آن در ولسوالی‌های دیگر همچنان ادامه دارد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS