کرنې وزارت کې د مدیریت اړوند درې ورځنی رونیز پروګرام پیل شو

mail-admin
Sat, Oct 18 2025 2:48 PM
کرنې وزارت کې د مدیریت اړوند درې ورځنی رونیز پروګرام پیل شو

۲۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د یاد وزارت یو شمېر کارکوونکو لپاره د مدیریت اړوند درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو.
یاد پروګرام مدیریتې برخو کې د کارکوونکو د وړتیا لوړولو په موخه جوړ شوی دی. د یاد درې ورځني روزنیز پروګرام په لړ کې به ګډونوال له مهمو موضوعاتو لکه د مدیریت بنسټیز اصول، د ادارې اساسي مفاهیم، د اسلام له نظره مدیریت، په اداري نظام کې سلسله مراتب، د ادارې جوړښت او د عامې ادارې ارزښت او اهمیت سره بلد شي.
د کرنې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د دې پروګرام موخه د کارکوونکو اداري او مدیریتې وړتیاوو پیاوړتیا بللې او ټینګار یې کړی، چې دوامدارې روزنې کولای شي د ادارو د فعالیتونو په ښه‌والي کې اغېزمن رول ولوبوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د خپلو کارکوونکو د مسلکي او اداري مهارتونو د لوړولو لپاره بېلابېل روزنیز پروګرامونه پلي کړي دي. دا درې ورځنی پروګرام هم د همدې لړۍ یوه برخه ده، چې موخه یې د دولتي کارکوونکو د مهارتونو لوړول او د ادارې د کیفیت لا ښه‌والی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS