سمنګان کې ۱۵۰ بزګرانو ته د اقلیمي بدلونونو په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

mail-admin
Thu, Oct 16 2025 1:15 PM
سمنګان کې ۱۵۰ بزګرانو ته د اقلیمي بدلونونو په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د «کرنې او مالدارۍ سکتور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د ابتکار له مخې، د سمنګان ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د اقلیمي بدلونونو په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول، چې له لارې یې ۱۵۰ بزګرانو عملي زده‌کړې ترلاسه کړې.
د اقلیمي بدلونونو د پوهاوي دا ښوونیز پروګرامونه د سمنګان ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو ـ حضرت سلطان، فیروز نخچیر، خُرم و سارباغ او خُلم ـ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د «کرنې او مالدارۍ سکتور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» له‌خوا ترسره شوي دي.
دغه پروګرامونه، چې د یاد ریاست د کلني پلان یوه برخه ده، د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د ۲۱۰۰ بزګرانو د پوهاوي د لوړولو په موخه عملي کېږي. په سمنګان کې د یادو پروګرامونو پر مهال د سیمې د دیني عالمانو، ملکانو او بزګرانو پراخه ونډه درلوده.
د یاد ریاست آمر، انجنیر جاوید امین، وویل چې ګډونوالو ته د سمنګان د اقلیمي وضعیت، د اقلیم او اقلیمي بدلون مفاهیمو، د بدلون عواملو، پر کرنه او مالدارۍ اغېزو، د سازګارۍ لارو چارو او د مخکیني خبراوي د سیستم په اړه مفصل معلومات وړاندې شول.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغو پروګرامونو په ترڅ کې د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت او چاپېریالي پېښو د مخنیوي په اړه هم معلوماتي پرېزنټېشنونه ترسره شول.
ګډونوالو د پروګرامونو له ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه او باور یې څرګند کړ چې دا ډول روزنیز فعالیتونه د کرنیزو زیانونو د کمولو، د بزګرانو د مهارتونو د لوړولو او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د عملي تدابیرو د پیاوړتیا لپاره اغېزناک رول لري.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست وايي، د بزګرانو د پوهاوي لوړول د دغه ریاست د کلني پلان له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او دا ډول پروګرامونه د ټولنې د ګډې مبارزې او سازګارۍ د پیاوړتیا په برخه کې حیاتي ارزښت لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS