د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پروژوي عملیاتی دفتر لوی رییس سره وکتل

mail-admin
Wed, Oct 15 2025 12:58 PM
د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پروژوي عملیاتی دفتر لوی رییس سره وکتل

۲۳ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوی عطاءالله عمري، د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو د پروژوي عملیاتی «یو.ان.او.پي.اس» دفتر لوی رییس سره وکتل. په دې ناسته کې د ياد دفتر د اوبو د بېړنۍ تنظيم د پروژې رییس، د وزارت يو شمېر انجنيران او د دواړو لورو تخنيکي کارپوهان هم حاضر وو.
ددې غونډې په ترڅ کې دواړو خواوو د اوبو د مديريت د څرنګوالي او د «لمریز پمپ» پروژې د پلي کولو په اړه خبرې اترې وکړې. دا پروژه د هغو بهېدونکو اوبو د ګټې اخيستنې په موخه طرحه شوې ده، چې د حق‌آبې له ستونزو خلاصې دي، تر څو دغه اوبه د لمریزو پمپونو په وسيله، د خصوصي شرکتونو په همکارۍ، کرنيزو ځمکو ته انتقال شي.
د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر ریاست چارواکو د پروژې تخنيکي او اجرايي جزئيات د کرنې وزير ته وړاندې کړل. دکرنې وزیر د ياد دفتر له فعاليتونو څخه د مننې ترڅنګ وویل:« د کرنې وزارت ستاسو له پروګرامونو سره پوره همغږي لري او هره هغه پروژه، چې د هېواد بزګرانو ته د اوبو رسونې لپاره کار کوي، ملاتړ یې کوي. افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی، چې اقليمي بدلونونو پرې سخت منفي اغېز کړی دی او له دې لارې سخت اغېزمن شوی، او وچکالي يوه لويه ننګونه ده. له تاسو غواړو چې يوازې په دې پروژه کې نه، بلکې د سربندونو د ډیزاین او سروې، او د سېلابي اوبو د راټولولو په برخو کې هم له موږ سره ګډه همکاري وکړئ، تر څو د هېواد بزګرانو او مالدارانو ته کافي اوبه برابرې کړو»
په پای کې، د دواړو لورو ترمنځ د تخنيکي همکاريو په اړه هوکړه وشوه او د کرنې وزارت او «یو.ان.او.پي.اس» انجنيرانو د پروژې پر تخنيکي جزئياتو مفصلې خبرې اترې وکړې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS