د کرنې او مالدارۍ مرستیال په پکتيا کې د شېدو راټولولو او پروسس له مرکز څخه ليدنه وکړه

mail-admin
Wed, Oct 15 2025 9:29 AM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په پکتيا کې د شېدو راټولولو او پروسس له مرکز څخه ليدنه وکړه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، پکتیا ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د شېدو راټولولو او پروسس له مرکز څخه ليدنه وکړه.
ياد مرکز د اړیکو مؤسسې «ټي.ال.او» له‌خوا د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په همکارۍ جوړ شوی دی.
د سيمه‌ييزو مسؤلينو په وينا، دا مرکز د مالدارانو د وړتیا لوړونې، د لبنياتو د توليد د زياتوالي او د سيمه‌ييزو محصولاتو د بازارموندنې د اسانتيا لپاره جوړ شوی دی.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د وزارت او همکارې مؤسسې د ګډو هڅو ستاينه وکړه او ټينګار يې وکړ چې د دې ډول پروګرامونو دوام په نورو ولايتونو کې هم اړين دی. نوموړي وويل، د ورته مرکزونو جوړول کولای شي د کليوالو د اقتصادي ځان بسیاینې په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په وروستيو کلونو کې په عصري بڼه د مالدارۍ د دوديزو لارو د بدلون په پار تګلارې پلي کړي دي. د دغو پروګرامونو موخه د توليد د کچې لوړول، د لبني محصولاتو د کيفيت ښه والی او د مالدارانو اقتصادي وضعيت ته وده ورکول دي.


بازدید معین زراعت و مالداری از مرکز جمع‌آوری و پروسس شیر در پکتیا
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر کاری خود به ولایت پکتیا از مرکز جمع‌آوری و پروسس شیر بازدید کرد.
مرکز یادشده از سوی مؤسسه ارتباط (TLO) در همکاری با وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان ایجاد شده است.
به گفته مسؤولان محلی، این مرکز با هدف تقویت ظرفیت مالداران، افزایش تولیدات لبنی و ایجاد سهولت در بازاریابی محصولات محلی راه‌اندازی گردیده است.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری ضمن قدردانی از تلاش‌های مشترک وزارت و مؤسسه همکار، بر ادامه چنین برنامه‌ها در سایر ولایت‌های کشور تأکید کرد و گفت که ایجاد مراکز مشابه می‌تواند در خودکفایی اقتصادی روستاها نقش مهمی ایفا کند.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سال‌های اخیر برنامه‌هایی را برای تغییر شیوه‌های سنتی مالداری به روش‌های عصری روی دست گرفته است. هدف این برنامه‌ها افزایش بهره‌وری، بهبود کیفیت محصولات لبنی و ارتقای وضعیت اقتصادی مالداران در سطح کشور عنوان شده است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS