کندهار کې درې چکډېمونه د ۷.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
Wed, Oct 15 2025 8:58 AM
کندهار کې درې چکډېمونه د ۷.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې د کندهار په درېیو ولسوالیو کې درې چکډېمونه د یو کلني څارنې او تخنیکي ارزونې وروسته د ۷.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړ او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، دغه درې چکډېمونه د یاد ریاست تر رهبرۍ لاندې او د طبیعي سرچینو آمریت په تخنیکي همکارۍ جوړ شوي دي.
د کندهار دکرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمریت یو تن مسئول انجنیر نورمحمد همکار، وایي چې یو چکډېم د کښته میوند ولسوالی د غونچه کاریز په سیمه کې د ۲.۱ میلیونه افغانیو، بل د غورک ولسوالی د صورت خان کاریز په سیمه کې د ۲.۶ میلیونه افغانیو او درېیم د لوړ شاولیکوټ ولسوالی د چستو په سیمه کې د ۲.۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.
د نوموړي په وینا، یاد چکډېمونه یو کال وړاندې بشپړ او ازمویل شوي وو، او اوس د یو کلني څارنې او تخنیکي کتنې وروسته په رسمي توګه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست مسئولین وایي، چې د دغو چکډېمونو د جوړېدو موخه د وچکالۍ په وړاندې مبارزه، د سېلابونو او زیانونو مخنیوی، د ځمکې لاندې د اوبو د سطحې لوړول، په لیرې پرتو سیمو کې د څښاک او کرنیزو اوبو برابرول، او د بزګرانو او مالدارانو ملاتړ دی.
د کندهار د کرنې ریاست زیاتوي، چې د دغه شان بنسټیزو پروژو پلي کول نه یوازې د چاپېریال د ثبات او کرنیز تولید د زیاتوالي لامل ګرځي، بلکې د خلکو د ژوند د ښه والي او د اوبو د عادلانه وېش په برخه کې هم مثبت اغېز لري.


در کندهار سه چکدم به ارزش ۷.۵ میلیون افغانی ساخته و به بهره‌برداری سپرده شد
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان اعلام کرده است که سه چکدم در سه ولسوالی ولایت کندهار از بودجه انکشافی این وزارت ساخته شده و پس از یک سال نظارت و ارزیابی تخنیکی، رسماً به بهره‌برداری سپرده شد.
به گفته ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار، این چکدم‌ها تحت رهبری این ریاست و با همکاری تخنیکی آمریت منابع طبیعی ساخته شده‌اند.
انجنیر نورمحمد همکار، یکی از مسوولان آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت کندهار، گفت: «یکی از این چکدم‌ها در منطقه غونچه کاریز ولسوالی کښته میوند با هزینه ۲.۱ میلیون افغانی، دومی در منطقه صورت‌خان کاریز ولسوالی غورک با هزینه ۲.۶ میلیون افغانی، و سومی در منطقه چستو ولسوالی لوړ شاولیکوټ با هزینه ۲.۹ میلیون افغانی ساخته شده است.»
به گفته او، این چکدم‌ها یک سال پیش تکمیل و مورد آزمایش قرار گرفته بودند و اکنون پس از سپری‌کردن دوره نظارتی، رسماً به استفاده سپرده شدند.
مسوولان ریاست زراعت کندهار می‌گویند هدف از ساخت این چکدم‌ها، مبارزه با خشک‌سالی، جلوگیری از سیلاب‌ها و خسارات آن، بلند بردن سطح آب‌های زیرزمینی، فراهم‌سازی آب آشامیدنی و زراعتی در مناطق دوردست و حمایت از دهاقین و مالداران می‌باشد.
ریاست زراعت کندهار افزوده است که تطبیق چنین پروژه‌های زیربنایی نه‌تنها باعث ثبات محیط زیست و افزایش تولیدات زراعتی می‌گردد، بلکه در بهبود زندگی مردم و تأمین تقسیم عادلانه آب نیز تأثیر مثبت دارد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS