لوګر کې د غنمو ننداریزو کروندو جوړولو په پار پر یوشمېر بزګرانو مرستې ووېشل شوې 

mail-admin
Mon, Oct 13 2025 3:05 PM
لوګر کې د غنمو ننداریزو کروندو جوړولو په پار پر یوشمېر بزګرانو مرستې ووېشل شوې 

۲۱ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د غنمو اصلاح شویو تخمونو او د غنمو د عصري کرکیلي د ترویج او دودولو په پار د غنمو او کیمیاوي سرو د وېش په دوام، داځل د لوګر ولایت پر یوشمېر بزګرانو د غنمو د ننداریزو کروندو جوړولو په پار د غنمو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او نغدې پیسې وېشلي دي.
دغه پروګرام د متحد هېواد کرنیز او ودانیز شرکت په همکارۍ  ترسره شوه، چې موخه یې د بزګرانو د مهارتونو لوړول، د معیاري تخمونو استعمال، د سرې مؤثر کارونه او د حاصلاتو زیاتوالی دی.
په دې لړ کې هر بزګر ته د کرنې مرستندویه توکي ورکړل شول، چې په کې ۲۵ کیلوګرامه دغنمو اصلاح شوي تخم، ۲۵ کیلوګرامه توره او ۲۵ کیلوګرامه سپینه سره او دغه راز د کروندې جوړولو په پار ۱۰۰۰ افغانۍ نغدې پیسې شامل وو.
دغه پروګرام د کرنیزو معیاري لارو چارو د ترویج، د حاصلاتو د لوړوالي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.


توزیع کمک‌ها برای ایجاد کشتزارهای نمایشی گندم در لوگر
۲۱ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در ادامهٔ برنامهٔ توزیع تخم‌های اصلاح‌شدهٔ گندم و ترویج کشت معیاری این محصول در کشور، این‌بار در ولایت لوگر برای شماری از دهاقین به‌منظور ایجاد کشتزارهای نمایشی گندم، تخم‌های اصلاح‌شده، کیمیاوی سرې و کمک‌های نقدی توزیع کرده است.
این برنامه با همکاری شرکت متحد زراعتی و ساختمانی اجرا گردید و هدف آن ارتقای مهارت‌های دهاقین، استفاده از تخم‌های معیاری، کاربرد مؤثر سرې و افزایش حاصلات می‌باشد.
در این چارچوب، به هر دهقان ۲۵ کیلوگرام تخم اصلاح‌شدهٔ گندم، ۲۵ کیلوگرام سرهٔ تور، ۲۵ کیلوگرام سرهٔ سپین و نیز یک‌هزار افغانی پول نقد برای آماده‌سازی زمین زراعتی توزیع گردید.
این برنامه گامی مهم در راستای ترویج روش‌های معیاری زراعتی، افزایش حاصلات و بهبود وضعیت اقتصادی دهاقین در ولایت لوگر دانسته می‌شود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS