د بلخ چمتال ولسوالۍ کې پر ۱۴۲ مېرمنو د عوایدو د پیاوړتیا په موخه نغدې مرستې ووېشل شوې

mail-admin
Mon, Oct 13 2025 8:52 AM

د بلخ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د چمتال ولسوالی په ۱۴۲ مېرمنو د«سي.اچ.اې» دفتر له‌خوا نغدې مرسته ووېشل شوه. دغه مرسته د هغو مېرمنو د اقتصادي ودې لپاره ترسره شوې چې په بڼوالۍ، د چرګانو ساتنې، کورنیو باغچو، خیاطۍ او صابون جوړولو کې بوختې دي.
د «سي.اچ.اې»  دفتر د چمتال ولسوالی د کرنیزو خدماتو مدیریت په همغږۍ له دقیقې سروې وروسته دغه مرسته تطبیق کړه. د یادې مرستې له مخې، ۸۳ ښځو ته چې په بڼوالۍ، د چرګانو پالنې او کورنیو باغچو په فعالیتونو کې ښکېلې وې، هرې یوې ته ۳۲۰۰ افغانۍ ورکړل شوې. همدارنګه، ۵۹ هغو مېرمنو ته چې د خیاطۍ او صابون جوړولو په برخو کې کار کوي، فی کس ته ۵۸۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
دغه نغدې مرسته د مېرمنو د اقتصاد د پیاوړتیا، د کورنیو د عوایدو د زیاتوالي او د هغوی د دوامدارو عایداتي فعالیتونو د ملاتړ په موخه ترسره شوې ده، څو د کلیوالي ښځو د کار زمینې پراخې او د هغوی د ژوندانه کچه لوړه شي.گ

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS