کندز ولایت ته د کرنې وزارت د خاورې څېړنو د رییس سفر 

mail-admin
Sun, Oct 12 2025 9:16 AM
سفر رئیس تحقیقات خاکشناسی وزارت زراعت به ولایت کندز

۲۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خاورې د څېړنو رییس صبغت‌الله رحیمي کندز ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت دکرنې رییس مولوي نیاز محمد عابد سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې د د خاورې د څېړنو د مدیریت د جوړولو تر څنګ، د کندز ولایت د خاورې د سروې او تشخیص په اړه هم خبرې او نظرونه تبادله شول.
صبغت‌الله رحیمي د خپل سفر موخه د خاورې د څېړنو د مدیریت فعالول او د کرنیزو خاورې د ساینسي سروې ترسره کول وبلل، او زیاته یې کړه، چې دا پروګرام به د خاورې د کیفیت په پېژندنه، د حاصل‌خېزۍ په لوړولو او د طبیعي سرچینو په اغېزمن استعمال کې مهم رول ولوبوي.
په همدې حال کې د کندز دکرنې رییس مولوي نیاز محمد عابد، د کرنې وزارت له دې علمي نوښت څخه هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د ریاست له‌خوا به د خاورې د سروې او څېړنیزو پروژو په عملي کولو کې بشپړه همکاري وشي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS