کندهار کې پر لسګونو بزګرانو د زعفران اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

mail-admin
Mon, Oct 06 2025 10:04 AM
کندهار کې پر لسګونو بزګرانو د زعفران اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیایي بودیجې څخه، د کندهار په پنځو ولسوالیو کې ۷۰ تنه بزګران د زعفران اصلاح شوي تخمونه تر لاسه کړل. دا پروګرام د کوکنارو د بدیل معیشت د پیاوړتیا او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه عملي شوی دی.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې مرستې په لړکې، د دامان، خاکریز، میانیشین، نېش او معروف ولسوالیو بزګرانو ته د زعفران اصلاح شوي تخمونه د ۷ میلیونه او ۶۰ زره افغانیو په ارزښت ووېشل شول. د هر بزګر لپاره د یو جریب ځمکې د کرنې په اندازه، د ۸۸ زره او ۶۰۴ افغانیو په ارزښت تخم ورکړل شوی دی.
د زعفرانو تر تخم وېش وړاندې، د هرې ولسوالۍ ۱۴ تنه بزګرانو ته د زعفران د کرنې په اړه روزنیز پروګرامونه هم ترسره شوي، چې پکې د ځمکې د چمتو کولو، تخم ایښودلو، اوبه ورکولو، د حاصل راټولو او د تخم ساتنې په اړه عملي لارښوونې ورکړل شوې دي.
بزګران د اسلامي امارت د مسؤلینو له هڅو خوښ دي او وايي، د زعفران کرنه به د دوی د عاید او ژوندانه په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته، په ټول هېواد کې د کوکنارو پر کرنه کلک بندیز لګول شوی او چارواکي هڅه کوي، چې د بزګرانو لپاره د بدیلو، ګټورو او صادراتي نباتاتو لکه زعفران او نورو کرنیزو توکو د کرنې زمینه برابره کړي.


توزیع تخم‌های اصلاح‌شده زعفران به دهقانان در کندهار
۱۴ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از بودجه انکشافی خود برای ۷۰ تن از دهقانان در پنج ولسوالی کندهار تخم‌های اصلاح‌شده زعفران توزیع کرد. این برنامه به هدف تقویت بدیل معیشت به‌جای کشت کوکنار و بهبود وضعیت اقتصادی دهقانان عملی شده است.
مسوولان ریاست زراعت کندهار می‌گویند که در جریان این کمک، به دهقانان ولسوالی‌های دامان، خاکریز، میانشین، نیش و معروف تخم‌های اصلاح‌شده زعفران به ارزش ۷ میلیون و ۶۰ هزار افغانی توزیع گردید. به هر دهقان به اندازه کشت یک جریب زمین، تخم به ارزش ۸۸ هزار و ۶۰۴ افغانی داده شده است.
پیش از توزیع تخم‌ها، برای ۱۴ تن دهقان در هر ولسوالی برنامه‌های آموزشی در مورد کشت زعفران برگزار شده بود که شامل رهنمایی‌های عملی در بخش آماده‌سازی زمین، کشت تخم، آبیاری، جمع‌آوری حاصلات و نگهداری تخم می‌گردید.
دهقانان از تلاش‌های مسئولان امارت اسلامی ابراز خرسندی کرده و می‌گویند که کشت زعفران نقش مهمی در بهبود عاید و سطح زندگی آنان خواهد داشت.
یادآوری می‌شود که پس از روی‌کار آمدن امارت اسلامی، کشت کوکنار در سراسر کشور به‌گونه جدی ممنوع شده و مسئولان تلاش دارند زمینه کشت نباتات سودمند، صادراتی و بدیل مانند زعفران و دیگر محصولات زراعتی را برای دهقانان فراهم سازند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS