د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال په کابل کې د تولیدي شرکتونو او د مېوو او سبو له سړو خونو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Sat, Oct 04 2025 4:02 PM
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال په کابل کې د تولیدي شرکتونو او د مېوو او سبو له سړو خونو څخه لیدنه وکړه

۱۲ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجي سالم»، د کابل ولایت په شمالي ولسوالیو کې له یو شمېر تولیدي شرکتونو او د مېوو او سبو د ساتنې له سړو خونو څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې موخه د کرنیز سکتور په برخه کې د فعالو شرکتونو ملاتړ او ددې سکټور د ودې او پراختیا په پار د پانګوالو هڅونه ښودل شوې ده. د لیدنې پر مهال، د یادو شرکتونو چارواکو خپلې ستونزې، وړاندیزونه او نظریات د کرنې وزارت له مالي او اداري مرستیال سره شریک کړل، چې نوموړي د شته ستونزو د حل ژمنه وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د عبدالجمیل صبوري د پلاستیکي محصولاتو سوداګریز او تولیدي شرکت، په میر بچه کوټ ولسوالی کې د ۷۰۰ ټنو په ظرفیت د دکوال وروڼو سړه خونه، د شکردرې په ولسوالی کې د ۴۰۰ ټنو په ظرفیت سره د برکت صبوري سړې خونې او په میر بچه کوټ ولسوالی کې د حاجي دل آغا سړې خونې څخه لیدنه وکړه.
دا لیدنې د حکومت او خصوصي سکتور ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او په هېواد کې د کرنیزو تولیداتو او پانګونې د لا ودې لپاره د زمینې برابرولو په پار ترسره کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS