د خوست موسی خېلو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

mail-admin
Sun, Sep 28 2025 10:13 AM
د خوست موسی خېلو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت په موسی خېلو ولسوالی کې د کرنې ریاست په همکارۍ د (او.آر.ډي) مؤسسې له لوري د ۵۰۰ مستحقو بزګرانو د پېژندلو سروې روانه ده، څو هغوی ته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شي.
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د موسی خېلو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر څار لاندې، او د (او.آر.ډي)  مؤسسې په همکارۍ، د ۵۰۰ مستحقو بزګرانو د پېژندلو لپاره سروې پیل شوې ده.
یاده سروې د دې لپاره ترسره کېږي، چې په شفافه او عادلانه توګه هغه بزګران وټاکل شي، کوم چې د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو اړتيا لري، څو د دوی کرنیزو حاصلاتو کې د پام وړ بدلون رامنځته شي.
د خوست د کرنې ریاست چارواکي وايي، د خوست ولایت کرنیز سکتور د پیاوړتیا لپاره هڅې روانې دي او د معیاري خدمتونو په وړاندې کولو سره به د بزګرانو حاصلات زیات او د ولایت کرنیزه وده نوره هم تضمین شي.

توزیع تخم‌های اصلاح‌شده و کود کیمیاوی برای صدها دهقان در ولسوالی موسی‌خېل خوست
۶ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
در ولسوالی موسی‌خېل ولایت خوست، به همکاری ریاست زراعت این ولایت، موسسه برای احیا و توسعه روند سروی ۵۰۰ دهقان مستحق را آغاز کرده‌است تا برای آنان تخم‌های اصلاح‌شده و کود کیمیاوی توزیع گردد.
این سروی تحت نظارت مدیریت عمومی امور زراعتی ولسوالی موسی‌خېل ریاست زراعت، آبیاری و مالداری خوست و با همکاری موسسه برای احیا و توسعه به‌خاطر شناسایی ۵۰۰ دهقان مستحق راه‌اندازی شده‌است.
هدف از این سروی آن است که به‌صورت شفاف و عادلانه دهقانانی تعیین شوند که به تخم‌های اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی نیاز دارند تا در نتیجه، محصولات زراعتی آنان به گونه چشمگیر بهبود یابد.
مسؤولان ریاست زراعت خوست می‌گویند تلاش‌ها برای تقویت سکتور زراعتی این ولایت ادامه دارد و با ارائه خدمات معیاری، حاصلات دهقانان افزایش یافته و رشد زراعتی ولایت بیشتر تضمین خواهد شد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS