دکابل خاکجبار ولسوالی کې ۵۱ کورنیو ته د چرګانو روزنې توکي ووېشل شول

mail-admin
Wed, Sep 24 2025 8:58 AM
دکابل خاکجبار ولسوالی کې ۵۱ کورنیو ته د چرګانو روزنې توکي ووېشل شول

۱ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان لپاره د کلیو بیا ودانولو اداره «آر.آر.اې.اې» د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د «په افغانستان کې د اغېزمنو ټولنو د هوساینې او پیاوړتیا» تر نوم لاندې پروژه عملي کوي، چې د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي.آر.سي» لخوا تمویل شوې ده.
د دغې پروژې په لړ کې د کابل ولایت د خاکجار ولسوالی په کچه ۵۱ مستحقو کورنیو ته د چرګانو د مرغانچې اړین وسایل وېشل شوي دي. هرې کورنۍ ته یوه دروازه، یوه کړکۍ، درې درې متري تیران، درې دانه خوړونکي لوښي، درې دانه اوبخورې، یوه ناوه، یو هواکش پایپ او ۱۵ کیلو ګرامه چونه ورکول شوې ده.
د پروژې مسوولین وایي، چې یادو ګټه اخیستونکو ته به په راتلونکې میاشت کې درې چرګان، ۲۷ چرګانې، ۱۵۰ کیلو ګرامه دانه، د حفظ‌الصحې کټ او واکسین هم ورکړل شي.
د دې پروژې د تطبیق موخه د کلیوالو کورنیو د اقتصاد پیاوړتیا، د خوراکي توکو د خوندیتوب ښه والی او د چرګ پالنې دودول بلل شوی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS