نورستان کې د جلغوزو د حاصلاتو د فني ټولولو لپاره ۶۰ بستې وسایل ووېشل شول

mail-admin
Tue, Sep 23 2025 10:39 AM
نورستان کې د جلغوزو د حاصلاتو د فني ټولولو لپاره ۶۰ بستې وسایل ووېشل شول

۱ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د نورستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په رهبرۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» اړوند د ځنګلونو او ځمکو ساتنې د تلپاتې مدیریت پروګرام له لوري، د نورستان مرکز پارون کې د ځنګلدارۍ شوراګانو ته ۶۰ بستې د جلغوزو د حاصلاتو د ټولولو وسایل ووېشل شول.
چارواکي وایي، د دغو وسایلو په مرسته به د جلغوزو د حاصلاتو ټولولو پروسه په فني او معیاري بڼه ترسره شي او تمه ده، چې راتلونکی کال د جلغوزو د تولید کچه تر ۳۰ سلنې زیاته شي.
د نورستان دکرنې ریاست چارواکي وايي، دغه اقدام نه یوازې د جلغوزو د کیفیت او ارزښت په لوړولو کې مرسته کوي، بلکې د بزګرانو اقتصادي وده هم پیاوړې کوي.
یاد ګام د ځنګلي محصولاتو د ارزښت لوړولو او د سیمې د خلکو د عوایدو د زیاتوالي لپاره یو مهم او عملي اقدام بلل شوی


توزیع ۶۰ بسته وسایل فنی برای جمع‌آوری جلغوزه در نورستان
۱ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نورستان با همکاری برنامه مدیریت پایدار جنگلات و اراضی مربوط به سازمان خوراکه و زراعت ملل متحد، ۶۰ بسته وسایل فنی جمع‌آوری جلغوزه را در مرکز پارون برای شوراهای جنگلداری توزیع کرد.
به گفته مسئولین، با استفاده از این وسایل روند جمع‌آوری جلغوزه به گونه فنی و معیاری انجام خواهد شد و انتظار می‌رود سال آینده میزان تولید جلغوزه تا ۳۰ درصد افزایش یابد.
مقامات ریاست زراعت نورستان می‌گویند این اقدام نه تنها در ارتقای کیفیت و ارزش جلغوزه مؤثر است، بلکه رشد اقتصادی دهاقین را نیز تقویت می‌کند.
این گام به‌عنوان اقدامی مهم و عملی برای افزایش ارزش محصولات جنگلی و بلندبردن عواید مردم محل یاد شده است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS