د کندهار نېش ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

mail-admin
Mon, Sep 22 2025 10:58 AM

۳۱ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او»  په مالي ملاتړ، د کندهار د مهاجرینو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د نېش ولسوالی ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي.
کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د بزګرانو د نوم‌لیکنې لړۍ بشپړه شوې او وړ کسان ټاکل شوي دي. د مرستو د شفاف او عادلانه وېش لپاره یوه ګډه کمیټه جوړه شوې وه، چې پکې د نېش د کرنې مسؤل، د ولسوال استازی، د امنیې قوماندان استازی، د امر بالمعروف استازی، د استخباراتو استازی او د سیمې مخور مشران شامل وو. د هغوی په حضور کې نوم‌لیکنې ترسره شوې او ټاکل شوي بزګرانو ته به ژر تر ژره ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو تورې سرې او ۵۰ کیلو سپینې سرې ووېشل شي.
د دې مرستې موخه د اصلاح شویو تخمونو د کارونې پراخول، د بزګرانو مالي ملاتړ، له لږو ځمکو څخه د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول او د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کول بلل کېږي.
باید وویل شي، چې تېر کال هم د کندهار د کرنې ریاست د هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او»  د مالي ملاتړ له لارې په کندهار کې له ۴۶ زره څخه زیاتو بزګرانو ته ورته مرستې رسېدلې وې، څو د کرنیزو محصولاتو د ودې ترڅنګ د اصلاح شویو تخمونو کارونه عام شي.


در ولسوالی نیش کندهار برای صدها دهقان تخم‌های اصلاح‌شده گندم و کودهای کیمیاوی توزیع می‌شود
۳۱ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
به اساس تلاش‌های ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار، با حمایت مالی سازمان ملل متحد برای غذا و زراعت و همکاری تخنیکی مؤسسه مهاجرین کندهار، برای ۵۰۰ دهقان در ولسوالی نیش تخم‌های اصلاح‌شده گندم و کودهای کیمیاوی توزیع می‌گردد.
مسوولان ریاست زراعت کندهار می‌گویند که روند ثبت‌نام دهقانان تکمیل شده و افراد مستحق انتخاب گردیده‌اند. به منظور توزیع شفاف و عادلانه کمک‌ها، یک کمیته مشترک ایجاد شده بود که در آن مسوول زراعت نیش، نماینده ولسوال، نماینده قوماندان امنیه، نماینده امر بالمعروف، نماینده استخبارات و بزرگان محل حضور داشتند. ثبت‌نام دهقانان در حضور آنان انجام شد و به زودی برای دهقانان انتخاب‌شده ۵۰ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده گندم، ۵۰ کیلوگرام کود سیاه و ۵۰ کیلوگرام کود سفید توزیع خواهد شد.
هدف این کمک، گسترش استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده، حمایت مالی از دهقانان، به‌دست آوردن حاصلات بلند از زمین‌های کم و بهبود وضعیت اقتصادی دهقانان عنوان شده است.
گفتنی است که سال گذشته نیز به اساس تلاش‌های ریاست زراعت کندهار و با حمایت مالی سازمان ملل متحد برای غذا و زراعت، به بیش از ۴۶ هزار دهقان در کندهار کمک‌های مشابه صورت گرفته بود تا در کنار رشد محصولات زراعتی، استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده نیز عمومیت پیدا کند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS