هلمند کې په وروستیو دوو کلونو کې ۸۸ شنې خونې جوړې شوي

mail-admin
Sat, Sep 20 2025 10:54 AM
هلمند کې په وروستیو دوو کلونو کې ۸۸ شنې خونې جوړې شوي

۲۹ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په تېرو دوو کلونو کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام په همکارۍ په دې ولایت کې ۸۸ شنې خونې جوړې شوې دي.
دغه شنې خونې دهلمند مرکز لښکرګاه ښار او دغه راز ددې ولایت د ګرشك، کجکي، سنګین، واشېر او باباجي په ولسوالیو کې جوړې شوي دي. د دغو شنو خونو د جوړولو موخه د اړمنو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا او د کال د ټولو فصلونو پر مهال د بېلابېلو محصولاتو د کرلو زمینه برابرول بلل شوی دی.
د هلمند د کرنې ریاست د چارواکو په خبره، په دغو شنو خونو کې ډول ډول سابه او ترکاري کرل کېږي او د دغو شنوخونو جوړېدل د کلیوالو د معیشت په ښه والي او د کوکنارو د کر پراختیا په کمېدو کې مهم رول لري.
چارواکي همدارنګه زیاتوي، چې دحاصل خېزو ځمکو او مناسب اقلیم له امله هلمند ولایت د بېلابېلو محصولاتو د تولید لوړ ظرفیت لري او د شنو خونو کارونه د نوو او لوړ عایدو محصولاتو د کرکیلې زمینه برابروي.


ایجاد ۸۸ سبزخانه در هلمند طی دو سال اخیر
۲۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری هلمند اعلام کرده است که در دو سال اخیر با همکاری برنامه عمران ملل متحد، ۸۸ سبزخانه در این ولایت ایجاد شده است.
این سبزخانه‌ها در ولسوالی‌های گرشک، کجکی، سنگین، واشیر، باباجی و شهر لشکرگاه ساخته شده و هدف از آن رشد اقتصاد خانواده‌های نیازمند و فراهم‌سازی زمینه کشت متنوع محصولات در تمام فصل‌های سال می‌باشد.
به گفته مسئولان ریاست زراعت هلمند، در این سبزخانه‌ها انواع سبزی‌ها و ترکاری کشت می‌شود و ایجاد آن‌ها نقش مهمی در بهبود معیشت روستاییان و کاهش وابستگی به کشت کوکنار دارد.
مسئولان همچنان می‌افزایند که ولایت هلمند به دلیل زمین حاصل‌خیز و اقلیم مناسب، ظرفیت بالایی برای تولید محصولات متنوع دارد و استفاده از سبزخانه‌ها زمینه کشت محصولات جدید و پر عاید را فراهم کرده است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS