کندز کې د وریجو حاصلات څه باندې ۱۷۷ زره مټریک ټنو ته و رسېد 

mail-admin
Sat, Sep 20 2025 10:17 AM
کندز کې د وریجو حاصلات څه باندې ۱۷۷ زره مټریک ټنو ته و رسېد 

د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواي وايي، سږ کال په دې ولایت کې له ۱۷۷ زره متریک ټنو څخه زیات ورجې تولید شوي دي.
د یاد ریاست د شمېرنو له مخې، روان کال په کندز کې پر ۴۸ زره او ۷۲۷ هکټاره ځمکه شولې کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه ۱۷۷ زره او ۳۶۷ مټریک ټنه حاصلات تر لاسه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کرنې وزارت د کرنیزو معلوماتو او احصایې ریاست د شمېرنو له مخې کندز کې تېر کال په ۴۰ زره او ۶۶۱ هکټاره ځمکه کې شولې کرل شوی و، چې ۱۲۹ زره او ۷۴۸ مټریک ټنه وریجې ترې ټولې شوې وې، چې دغه شمېرې د شولې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی ښيي.
د کندز د کرنې ریاست چاراکوی وایي، د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو کارول، د کتاري کرنې دودول، د آفتونو او ناروغیو کنترول او د کرکیلې سیمې پراخول هغه لاملونه دي، چې په دې ولایت کې د شولې د حاصلاتو د زیاتوالي لامل شوي دي.
شولې تر غنمو وروسته په کندز کې دوهم مهم کرنیز محصول ګڼل کېږي، چې تر ډېره ددې ولایت په مرکز او دغه راز د خان‌اباد، امام صاحب، چهاردرې او علي‌اباد ولسوالیو کې کرل او پروسس کېږي.
د کندز کروندګر وايي، د نورو کرنیزو محصولاتو په پرتله د شولې کر او راټولونه ډېرې هڅې ته اړتیا لري، خو عاید یې له زحمتونو سره برابر نه دی.
په کندز کې ډول ډول شولې کرل کېږي، لکه سرخه زراعتي، باسمتي، مونده، شالونګي، ایراني، سرده‌باره او ګرمه‌باره. له یادو ډولونو څخه د «سرده‌باره» وریجې د خپل ځانګړي خوند او شهرت له امله ځانګړی مقام لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS