لوګر کې د انګورو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالۍ راغلی

mail-admin
Wed, Sep 17 2025 2:10 PM
لوګر کې د انګورو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالۍ راغلی

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د تېر کال په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د یاد ریاست د کرنیزو چارو آمر محمد رفیع ابراهیمي وویل:«په لوګر کې ټولټال ۱۹۶۸ هکټاره د انګورو بڼونه شتون لري، چې له دغو بڼونو څه باندې ۳۶ زره ۶۹۹ ټنه حاصلات ترلاسه شوي او د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.»
نوموړي د حاصلاتو د زیاتوالي لاملونه ښه اقلیمي شرایط، بڼوالو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه او د نویو بڼونو جوړول وبلل.
په ورته وخت کې د سیمې یو بڼوال میاګل له اړوندو ادارو غوښتنه وکړه، چې د حاصلاتو د بازارموندنې او سړو خونو د جوړولو په برخه کې ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د یاد ریاست د مالوماتو له مخې، تېر کال په لوګر کې ۱۹۶۷ هکټاره د انګورو بڼونه موجود وو، چې څه باندې ۳۲ زره ټنه حاصلات یې ورکړي وو، خو د ادارې د هڅو له امله سږکال نوي بڼونه هم جوړ شوي دي.
باید وویل شي، چې په لوګر کې کشمیشي، شنګل خاني، طایفي، حسیني، غوله‌دان او قندهاري په نوم د انګورو ډولونه کرل کېږي، چې دننه او بهر ښه مینه وال لري.
د یادونې وړ ده، چې د لوګر په ولایت کې د تېر کال په پرتله د مڼو په حاصلاتو کې ۴ سلنه او د غنمو په حاصلاتو کې ۲.۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

افزایش ۱۰ درصدی در حاصلات انگور در لوگر
۲۶ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ ربیع‌الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
مسوولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت لوگر می‌گویند که امسال در مقایسه با سال گذشته حاصلات انگور در این ولایت ۱۰ درصد افزایش یافته است.
محمد رفیع ابراهیمی آمر امور زراعتی این ریاست گفت: «در ولایت لوگر در مجموع ۱۹۶۸ هکتار تاکستان وجود دارد که از این تاکستان‌ها بیش از ۳۶ هزار و ۶۹۹ تُن حاصل به‌دست آمده و در مقایسه با سال گذشته ۱۰ درصد افزایش را نشان می‌دهد.»
وی عوامل افزایش حاصلات را شرایط مناسب اقلیمی، برنامه‌های آگاهی‌دهی برای باغداران و ایجاد باغ‌های جدید عنوان کرد.
در همین حال، یکی از باغداران منطقه به‌نام میاگل از نهادهای مربوطه خواست که در بخش بازاریابی محصولات و ایجاد سردخانه‌ها برای آنان سهولت‌های لازم را فراهم سازند.
به گفته مسوولان این ریاست، سال گذشته در لوگر ۱۹۶۷ هکتار تاکستان موجود بود که بیش از ۳۲ هزار تُن محصول داده بود، اما امسال به‌اثر تلاش‌های اداره تاکستان‌های جدید نیز ایجاد شده است.
گفتنی است که در لوگر انواع انگور مانند کشمیشی، شنګل‌خانی، طایفی، حسینی، غوله‌دان و قندهاری کشت می‌شود که در داخل و خارج کشور علاقه‌مندان زیادی دارد.
همچنین باید افزود که در ولایت لوگر امسال در مقایسه با سال گذشته، حاصلات سیب ۴ درصد و حاصلات گندم ۲.۳ درصد افزایش یافته است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS