بادغیس ولایت ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سفر

mail-admin
Tue, Sep 16 2025 3:10 PM
بادغیس ولایت ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۲۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د یاد وزارت د یوشمېر چارواکو او سلاکارانو له یوې پلاوي سره یو ځای د بادغیس ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له ځایي چارواکو سره یې لیدنه او خبرې اترې وکړې.
په دې سفر کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر، اداري رییس قاري محمد اکبر امیني، او همدارنګه د کرنې وزارت سلاکاران میرویس خوگیانی او محمد ولي وزیري دکرنې وزیر ملتیا کوله. یاد پلاوي د بادغیس والي حافظ محمد امین جان عمري، د علماوو شورا رییس، د کرنې رییس او یو شمېر ملکي او پوځي مسوولینو سره په یوه غونډه کې د کرنیزو پروژو د تطبیق او د کرنې او مالدارۍ د وضعیت په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله، د اسلامي امارت د مشرتابه ځانګړې پاملرنه د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې او پراختیا په برخه کې یاده کړه او له ځایي مسوولینو یې وغوښتل، چې د بادغیس ولایت د کرنې او مالدارۍ د پراختیایي پروژو په عملي کولو کې همکاري وکړي.
په همدې حال کې، د بادغیس ځایي چارواکو د اقلیم د بدلون منفي اغېزو ته په اشارې سره له وزارت څخه وغوښتل، چې د څړځایونو په سیمو کې د حوضونو د جوړولو، د اوبو د زېرمه کولو لپاره د چکدېمونو د جوړولو، د ځنګلونو شنو سیمو په ځانګړي ډول د پستې ځنګلونو د سیمو د پراختیا او د حیواني خوراکي توکو د وېش په برخه کې جدي پاملرنه وکړي. همدارنګه هغوی د څارویو د نسل د اصلاح او د نباتي ناروغیو او آفتونو د مخنیوي اړتیا هم یاده کړه.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د ځایي مسوولینو غوښتنې له اورېدو وروسته ډاډ ورکړ چې د وزارت د توان په اندازه به عملي ګامونه پورته شي. نوموړي همدارنګه ژمنه وکړه، چې یو مسلکي او متخصص ټیم به د کرنې له وزارت څخه د ستونزو د څېړنې او د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې لپاره د یوې طرحې د ترتیب په موخه بادغیس ته ولېږل شي.
دغه راز دکرنې وزیر د دې سفر پر مهال د مرغاب ولسوالۍ څخه هم لیدنه وکړه او د کرنې او مالدارۍ د وضعیت د ښه والي په اړه یې لازمې لارښوونې وړاندې کړې.


سفر وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت بادغیس
۲۵ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در رأس هیأتی متشکل از مسئولان و مشاوران این وزارت به ولایت بادغیس سفر کرد و با مقام‌های محلی آن ولایت دیدار و گفتگو نمود.
در این سفر مفتی ذاکرالله ذاکر رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی، قاری محمد اکبر امینی رییس اداری و همچنان میرویس خوگیانی و محمدولی وزیری مشاوران وزارت زراعت، وزیر را همراهی می‌کردند. هیأت یادشده طی نشستی با حافظ محمد امین جان عمری والی بادغیس، رئیس شورای علما، رئیس زراعت و شماری از مقام‌های ملکی و نظامی آن ولایت، در مورد تطبیق پروژه‌های زراعتی و وضعیت زراعت و مالداری بحث و تبادل نظر نمودند.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری از توجه ویژه رهبری امارت اسلامی افغانستان به رشد و انکشاف دهی سکتور زراعت و مالداری در کشور سخن زده و خواستار همکاری مسوولان محلی در تطبیق پروژهای انکشافی زراعتی و مالداری در ولایت بادغیس شد.
در همین حال مسئولان محلی بادغیس ضمن اشاره به تأثیرات منفی تغییر اقلیم بر زراعت و مالداری، خواستار توجه جدی وزارت زراعت در زمینه احداث حوض‌ها در ساحات علفچر، ساخت چکدم‌ها برای ذخیره آب، افزایش قطعات سبز جنگلات به‌ویژه جنگلات پسته و توزیع خوراکه حیوانی شدند. همچنان آنان بر ضرورت اصلاح نسل حیوانات و رسیدگی به امراض و آفات نباتی تأکید کردند.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیار یو مالداری  پس از شنیدن خواسته‌های مسئولان محلی، اطمینان داد که در حد توان وزارت، اقدامات عملی صورت خواهد گرفت. وی همچنان تعهد نمود که یک تیم مسلکی و متخصص از وزارت زراعت برای بررسی مشکلات و ترتیب طرحی به منظور رشد سکتور زراعت و مالداری به بادغیس اعزام خواهد شد.
وزیر زراعت در جریان این سفر از ولسوالی مرغاب نیز بازدید کرده و رهنمودهای لازم برای بهبود وضعیت زراعت و مالداری ارائه کرد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS