پکتیکا کې د بروسلوز ناروغۍ د څارویو د څارنې او د وینې اخیستنې پروژه پیل شوه

mail-admin
Tue, Sep 16 2025 3:03 PM
پکتیکا کې د بروسلوز ناروغۍ د څارویو د څارنې او د وینې اخیستنې پروژه پیل شوه

۲۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا دکرنې، ریاست چارواکي وایي، چې د بروسلوز ناروغۍ د سرویلانس او د څارویو څخه د وینې اخیستنې انکشافي پروژه نن په رسمي ډول د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تالار کې پرانیستل شوه.
یاده غونډه د کرنې رییس مولوي لعل محمد ګوهر په مشرۍ ترسره شوه. نوموړي اړوندو ډاکټرانو ته د خپلو مسؤلیتونو د ښه ترسره کولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې او هغوی یې د پروژې د بریالي تطبیق لپاره متوجه کړل.
په غونډه کې د مرکز او ولسوالیو د خصوصي سکتور ډاکټرانو هم ګډون درلود. د پروژې د تطبیق پر مهال به ټولټال ۹۴ سمپلونه د بېلابېلو څارویو څخه د ۱۴ ساحوي ډاکټرانو له‌خوا راټول او د تشخیص په موخه مرکزي لابراتوار ته واستول شي.
یادې پروژې د عملي کېدو په ترڅ کې به د بروسلوز ناروغۍ په وختي تشخیص او د څارویو د صحت په تامین کې مهمه ونډه ولري.


پروژه نظارت و خون‌گیری بیماری بروسلوز در پکتیکا آغاز شد
۲۵ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
مسوولان ریاست زراعت پکتیکا می‌گویند که پروژه انکشافی نظارت بیماری بروسلوز و خون‌گیری از حیوانات امروز به‌طور رسمی در تالار ریاست زراعت، آبیاری و مالداری افتتاح شد.
این نشست به ریاست مولوی لعل محمد گوهر رییس زراعت برگزار گردید. وی به داکتران مربوطه در مورد انجام درست مسوولیت‌های‌شان رهنمودهای لازم ارائه کرد و آنان را متوجه ساخت تا برای تطبیق موفقانه پروژه تلاش نمایند.
در این برنامه همچنان داکتران سکتور خصوصی از مرکز و ولسوالی‌ها نیز حضور داشتند. قرار است در جریان تطبیق پروژه در مجموع ۹۴ نمونه از حیوانات مختلف توسط ۱۴ داکتر ساحوی جمع‌آوری و برای تشخیص به لابراتوار مرکزی ارسال گردد.
این پروژه در جریان عملی‌شدن، نقش مهمی در تشخیص به‌موقع بیماری بروسلوز و تأمین صحت حیوانات خواهد داشت.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS