کندهار کې د طاعون کمپاین د مؤثر تطبیق په پار لسګونو  پاراوټرانو ته روزنیز پروګرام پیل شو

mail-admin
Tue, Sep 16 2025 3:01 PM
کندهار کې د طاعون کمپاین د مؤثر تطبیق په پار لسګونو  پاراوټرانو ته روزنیز پروګرام پیل شو

۲۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او»په مالي ملاتړ، او د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، په کندهار ښار او یوشمېر ولسوالیو کې د طاعون ناروغۍ د مخنیوي او د کمپاین د مؤثرې ترسره کولو په موخه د ۶۰ تنه مسلکي پاراوټرانو دوه ورځنۍ روزنیز پروګرام پیل شو.
د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ آمریت استازی ډاکټر توریالي قیام وایي؛ چې په دې روزنیز پروګرام کې نه یوازې د کندهار، بلکې د هلمند، اروزګان، زابل او نیمروز ولایتونو پاراوټران هم شامل دي. هغوی ته د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین مؤثر تطبیق په موخه روزنه ورکول کېږي، ترڅو د عملي چارو پر مهال له هر ډول ستونزې مخنیوی وشي.
ښاغلي قیام زیاته کړه، چې د کندهار لپاره ۸۰ زره دوزه د طاعون واکسین ځانګړي شوي دي، کوم چې به د کندهار ښار ترڅنګ په ښورابک، معروف، سپین بولدک، تخته پل، دامان، ډنډ، لوړ شاولیکوټ، کښته شاولیکوټ، لوړ میوند، کښته میوند او خاکریز ولسوالیو کې تطبیق شي، چې د واکسین کمپاین به په راتلونکي اوونۍ کې پیل شي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د کندهار د کرنې ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، په کندهار ښار او اووه ولسوالیو کې شاوخوا ۷۰ زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ د مخنیوي لپاره واکسین شوي وو.
آغاز برنامه آموزشی برای ده‌ها پاراوتر جهت تطبیق مؤثر کمپاین واکسین طاعون در کندهار
۲۵ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ ربیع‌الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار با تلاش‌های خود و به همکاری مالی سازمان غذا و زراعت ملل متحد و تحت نظارت مستقیم آمریت مالداری، برنامه آموزشی دو روزه برای ۶۰ تن از پاراوتر‌های مسلکی در شهر کندهار و شماری از ولسوالی‌ها راه‌اندازی کرد. این برنامه به هدف جلوگیری از شیوع بیماری طاعون و تطبیق مؤثر کمپاین واکسین راه‌اندازی شده است.
به گفته داکتر توریالی قیام نماینده آمریت مالداری ریاست زراعت کندهار، در این برنامه آموزشی نه‌تنها پاراوترن‌های کندهار بلکه از ولایت‌های هلمند، ارزگان، زابل و نیمروز نیز شامل‌اند. برای آنان آموزش‌های لازم در زمینه تطبیق مؤثر واکسین طاعون ارائه می‌شود تا در هنگام اجرای عملی با هیچ مشکلی مواجه نشوند.
آقای قیام افزود که برای کندهار ۸۰ هزار دوز واکسین طاعون در نظر گرفته شده است که در شهر کندهار و ولسوالی‌های شورابک، معروف، اسپین بولدک، تخته‌پل، دامان، ډنډ، لوړه شاولی‌کوټ، کښته شاولی‌کوټ، لوړه میوند، کښته میوند و خاکریز تطبیق خواهد شد. این کمپاین واکسین قرار است هفته آینده آغاز گردد.
قابل یادآوری است که پیش از این نیز به ابتکار ریاست زراعت کندهار و با همکاری مالی سازمان غذا و زراعت ملل متحد، حدود ۷۰ هزار رأس مواشی کوچک در شهر کندهار و هفت ولسوالی دیگر در برابر بیماری طاعون واکسین شده بودند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS