د کابل دوو ولسوالیو کې لسګونو بېوزلو او معلولو کورنیو ته نسلي وزې ووېشل شوې

mail-admin
Mon, Sep 15 2025 8:39 AM
د کابل دوو ولسوالیو کې لسګونو بېوزلو او معلولو کورنیو ته نسلي وزې ووېشل شوې

د کابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د«ډي.آر.سي» مؤسسې په مالي او د «آر.آر.اې.اې» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د کابل ولایت د خاک جبار او سروبي ولسوالیو په بېلابېلو کلیو کې ۸۷ بېوزلو، بې‌سرپرسته او معلولو کورنیو ته نسلي وزې ووېشل شوې.
د کابل دکرنې ریاست چارواکي وویل، چې د یادې مرستې لپاره د نوم لیکنې لړۍ وړاندې تر سره شوې وه او اوس هرې مستحقې کورنۍ ته دوه راسه نسلي وزې ورکړل شوې، څو خپلې لبنیاتي اړتیاوې پوره او اضافه محصولات یې بازار ته وړاندې کړي.
د دوی په خبره، د دې مرستې موخه د بېوزلو او بې‌سرپرسته کورنیو اقتصادي پیاوړتیا، مېرمنو ته کور دننه د کار زمینه برابرول او د هغوی د عایداتو د کچې لوړول دي، ترڅو په راتلونکي کې د اړتیا پر وخت پر ځان بسیا شي.
د یادو کورنیو د ټاکلو او وېش چارې د ګډو کمېټو لخوا په روڼ او شفاف ډول ترسره شوي، ترڅو مرسته یوازې مستحقو او اړمنو کورنیو ته ورسېږي.  
دا اقدام د بېوزلو کورنیو د اقتصاد د پیاوړتیا او د هغوی لپاره د دوامداره عاید رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.

در دو ولسوالی کابل برای ده‌ها خانواده بی‌بضاعت و معلول بزهای نسلی توزیع شد
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کابل با تلاش‌های خود و به همکاری مالی مؤسسه «دی.آر.سی» و همکاری تخنیکی مؤسسه «آر.آر.اې.اې» در قریه‌های مختلف ولسوالی‌های خاک جبار و سروبی ولایت کابل برای ۸۷ خانواده بی‌بضاعت، بی‌سرپرست و معلول بزهای نسلی توزیع کرد.
مسؤولان ریاست زراعت کابل گفتند که برای این کمک، روند ثبت‌نام قبلاً انجام شده بود و اکنون برای هر خانواده مستحق دو رأس بز نژادی داده شد تا نیازهای لبنی خود را رفع و محصولات اضافی‌شان را به بازار عرضه کنند.
به گفته آنان، هدف این کمک تقویت اقتصادی خانواده‌های بی‌بضاعت و بی‌سرپرست، فراهم‌سازی زمینه کار خانگی برای زنان و افزایش سطح عایدات آنان است تا در آینده در مواقع ضروری بتوانند متکی به خود شوند.
کارهای شناسایی و توزیع این خانواده‌ها توسط کمیتوهای مشترک به‌گونه شفاف و عادلانه انجام شده است تا کمک تنها به خانواده‌های مستحق و نیازمند برسد.
این اقدام با هدف تقویت اقتصاد خانواده‌های بی‌بضاعت و ایجاد عاید پایدار برای آنان عملی گردیده است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS