د فراه ولایت په شنو خونو کې د ۱۸ زره کسانو بوختیا

mail-admin
Sun, Sep 14 2025 12:29 PM
د فراه ولایت په شنو خونو کې د ۱۸ زره کسانو بوختیا

۲۳ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې سږکال شاوخوا ۱۸ زره تنه نارینه او ښځینه د دې ولایت په شنو خونو کې په کار بوخت دي او له همدې لارې د خپلو کورنیو لګښتونه او د ژوند اړتیاوې پوره کوي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۴ هـ ش کال کې د ولایت په کچه شاوخوا ۴ میلیونه او ۴۹۲ زره متره مربع ځمکه شنو خونو ته ځانګړې شوې ده، چې د روان کال په لومړی فصل کې له دغو شنو خونو څخه له ۸۹ زره او ۸۴۸ ټنو څخه ډېر سابه راټول شوي، چې د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.
د چارواکو په خبره، د فراه ولایت په شنو خونو کې تر ډېره بادرنګ، روميان، دلمه مرچ او تور بانجان کرل کېږي، چې ۵۰ سلنه یې بادرنګ، ۴۰ سلنه روميان او پاتې ۱۰ سلنه یې نور سابه جوړوي.
د فراه د شنو خونو تولیدات نه یوازې د همدې ولایت په بازارونو کې پلورل کېږي، بلکې د هېواد ډېرو نورو ولایتونو ته هم استول کېږي او یوه برخه یې ګاونډیو هېوادونو ته هم صادرېږي. فراه د «مارکیت تربار» په نوم ځانګړی مرکز لري، چې سابه پلورونکي خپلې حاصلات ور وړي او ملي سوداګر یې له پېرودلو وروسته نورو ولایتونو او بهر ته لېږي.
د فراه د کرنې ریاست وايي، د مناسب اقلیمي شرایطو او د ایران له تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره د خلکو لېوالتیا د شنو خونو د جوړولو او پانګونې په برخه کې مخ پر زیاتېدو ده. دغه راز یاد ریاست د بزګرانو د ملاتړ په موخه د روزنیزو پروګرامونو ترڅنګ د کیمیاوي موادو او سبو د روزنې وسایلو وېش هم د موسسو په همکارۍ ترسره کړی دی.
چارواکي زیاتوي، چې فراه د پراخو ځمکو او تودې هوا لرلو له امله په وروستیو کلونو کې د شنو خونو په صنعت کې بې‌ساری وده کړې او د هېواد په کچه مخکښ ولایت دی.


مشغولیت ۱۸ هزار نفر در سبزخانه‌های فراه
۲۳ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت فراه اعلام کرده است که امسال حدود ۱۸ هزار نفر مرد و زن در سبزخانه‌های این ولایت مصروف کار می‌باشند و از این طریق مصارف فامیل و زنده‌گی خویش را تأمین می‌کنند.
براساس معلومات این اداره، در سال ۱۴۰۴ حدود ۴ میلیون و ۴۹۲ هزار متر مربع زمین در فراه به سبزخانه‌ها اختصاص یافته و از این سبزخانه‌ها در فصل اول امسال بیشتر از ۸۹ هزار و ۸۴۸ تن سبزی برداشت شده‌است که در مقایسه با سال گذشته افزایش چشم‌گیر را نشان می‌دهد.
به گفته مسوولان، در سبزخانه‌های فراه بیشتر بادرنگ، رومی، مرچ دلمه و بادنجان سیاه کشت می‌شود که ۵۰ درصد آن را بادرنگ، ۴۰ درصد رومی و ۱۰ درصد دیگر سبزی‌ها تشکیل می‌دهد.
محصولات سبزخانه‌های فراه نه تنها در این ولایت بلکه در اکثر ولایات کشور به فروش می‌رسد و بخشی از آن نیز به کشورهای همسایه صادر می‌گردد. فراه دارای مرکز فروش ویژه‌ای به نام "مارکیت تربار" است که سبزی‌فروشان محصولات خود را به آن‌جا آورده و تاجران ملی پس از خرید، آن را به ولایات مختلف و بیرون از کشور انتقال می‌دهند.
ریاست زراعت فراه می‌گوید که با توجه به شرایط مناسب اقلیمی و تجربه‌های برگرفته از کار در ایران، علاقه‌مندی مردم به سرمایه‌گذاری و احداث سبزخانه در این ولایت رو به افزایش است. این اداره همچنان برای حمایت از دهقانان برنامه‌های آموزشی و توزیع مواد کیمیاوی و وسایل پرورش سبزی را به همکاری موسسات عملی کرده است.
مسوولان می‌افزایند که فراه با داشتن زمین‌های فراخ و هوای گرم در سال‌های اخیر رشد بی‌سابقه‌ای در صنعت سبزخانه‌ای داشته و در سطح کشور پیشتاز است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS