د بلخ نهرشاهي کې بزګرانو ته د زعفرانو د کرکیلې او حاصل ټولولو روزنه ورکړل شوه

mail-admin
Sat, Sep 13 2025 3:25 PM
د بلخ نهرشاهي کې بزګرانو ته د زعفرانو د کرکیلې او حاصل ټولولو روزنه ورکړل شوه

۲۲ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د لاس په لاس موسسې په همکاري د دې ولایت د نهرشاهي ولسوالی په شهرک ترکمنیه، اوته قل او سیاه‌ګرد سیمو کې ۵۰ تنو بزګرانو دکتار په بڼه د زعفرانو کرکیلې او حاصل ټولولو په برخه کې عملي زده کړې ورکړې.
یاد روزنیز پروګرام د دې لپاره ترسره شو، څو بزګران وکولای شي د زعفرانو په معیاري ډول کر او پالنه وکړي او په راتلونکي کې له دې برخې څخه ښه او لوړ حاصلات تر لاسه کړي.
چارواکي وایي، د دغو پروګرامونو دوام به د زعفرانو کرنه نوره هم معیاري کړي او د بزګرانو د عوایدو په لوړولو کې به مهم رول ولوبوي.
زعفران د افغانستان له مهمو کرنیزو محصولاتو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې کرل کېږي. د کرنې وزارت او مرستندویه موسسې هڅه کوي، چې د معیاري زده کړو او عملي پروګرامونو له لارې بزګران وهڅوي څو د زعفرانو د کر او پالنې په برخه کې نوې لارې چارې وکاروي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS