آقتاش ولسوالی ته د کندز دکرنې رییس سفر

user-admin
Thu, Sep 11 2025 1:51 PM
آقتاش ولسوالی ته د کندز دکرنې رییس سفر

 

 

۲۰ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیاز محمد عابد د یوې کاري پلاوي په مشرۍ آقتاش ولسوالی ته سفر وکړ. د یاد سفر موخه د کرنې او مالدارۍ وضعیت ارزونه او له سیمه‌ییزو مسئولینو سره د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کول وو.
د دې سفر پر مهال دکندز دکرنې رییس د اقتاش ولسوالی د ولسوال مرستیال او ګڼ شمېر بزګرانو او مالدارانو سره وکتل او د هغوی ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدل. همدارنګه د کرنې او مالدارۍ د برخې د پیاوړتیا، د بزګرانو سره د لا ډېرو همکاریو او پرمختیایي پروګرامونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
 د کرنې ریس له خپل کاري پلاوي سره یو ځای د آقتاش ولسوالی د کرنیزو خدمتونو له مدیریت څخه هم لیدنه وکړه او پر دې یې ټینګار وکړ چې بزګرانو او مالدارانو ته باید لا اغېزمن خدمتونه وړاندې شي.
نوموړي په دې ولسوالۍ کې د کرنیزو خدمتونو د لا ښه والي، د بزګرانو د ستونزو د حل او د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو د کچې د لوړولو لپاره د لا ډېرو هڅو ټینګار وکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS