د هلمند مرکز لښکرګاه کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کنترول او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

mail-admin
Tue, Sep 09 2025 2:07 PM
د هلمند مرکز لښکرګاه کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کنترول او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

۱۸وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو له امله د زیانمن شویو سیمو د کنترول او عامه پوهاوي په موخه یو ورځنی سیمینار د هلمند ولایت په  مرکز لښکرګاه کې ترسره کړ. په دغه پروګرام کې لښکرګاه ګڼ شمېر کروندګرو ګډون کړی و.
د هلمند دکرنې ریاست استازی د پرانیستونکې وینا پر مهال د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې اهمیت یاد کړ او د وزارت له راغلي پلاوي یې هرکلی وکړ.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي د اجنډا مطابق د روزنیز پروګرام ټول موضوعات په تفصیل سره وړاندې کړل. ګډونوالو ته د اقلیمي بدلونونو د اغېزو، د زیانمنو سیمو د کنترول لارو چارو او د کرنیزو تطبیقي میتودونو په اړه مفصل معلومات ورکړل شول.
ګډونوالو د پروګرام هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې دغه ډول پوهاوی پروګرامونه کولی شي د کرنیزو زیانونو د کمولو او د کروندګرو د عملي مهارتونو د لوړولو لامل شي.
باید وویل شي، چې د اقلیمي بدلون اړوند د پوهاوي دغه لړۍ به یوازې په لښکرګاه کې نه، بلکې د هلمند د نورو ولسوالیو بزګرانو ته هم وغځېږي.

برنامه آگاهی‌دهی و کنترول پیامدهای تغییرات اقلیمی در مرکز لشکرگاه هلمند برگزار شد
۱۸ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور کنترول ساحات آسیب‌دیده از تغییرات اقلیمی و آگاهی‌دهی عامه، یک سیمینار یک‌روزه را در مرکز لشکرگاه ولایت هلمند برگزار کرد. در این برنامه شمار زیادی از دهقانان لشکرگاه شرکت کرده بودند.
نماینده ریاست زراعت هلمند در سخنرانی افتتاحیه بر اهمیت مبارزه در برابر تغییرات اقلیمی تأکید کرد و از هیأت اعزامی وزارت استقبال نمود.
هیأت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری مطابق اجندا تمام موضوعات برنامه آموزشی را به تفصیل ارائه کرد. به اشتراک‌کنندگان معلومات مفصل در مورد پیامدهای تغییرات اقلیمی، راه‌های کنترول ساحات آسیب‌دیده و روش‌های تطبیقی زراعتی داده شد.
اشتراک‌کنندگان از برنامه استقبال کردند و تأکید نمودند که چنین برنامه‌های آگاهی‌دهی می‌تواند در کاهش خسارات زراعتی و ارتقای مهارت‌های عملی دهقانان مؤثر واقع شود.
قابل یادآوری است که این سلسله برنامه‌های آگاهی‌دهی تنها در لشکرگاه محدود نخواهد بود، بلکه به دهقانان ولسوالی‌های دیگر ولایت هلمند نیز گسترش خواهد یافت.ش

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS