د هلمند ناوې ولسوالی کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کنترول او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

mail-admin
Tue, Sep 09 2025 9:35 AM
د هلمند ناوې ولسوالی کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کنترول او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو له امله د زیانمن شویو سیمو د کنترول او عامه پوهاوي په موخه یو ورځنی سیمینار د هلمند ولایت د ناوې په ولسوالی کې ترسره کړ. په دغه پروګرام کې د ناوې ولسوالی ګردیز ګڼ شمېر کروندګرو ګډون کړی و.
د هلمند دکرنې ریاست استازی د پرانیستونکې وینا پر مهال د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې اهمیت یاد کړ او د وزارت له راغلي پلاوي یې هرکلی وکړ.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي د اجنډا مطابق د روزنیز پروګرام ټول موضوعات په تفصیل سره وړاندې کړل. ګډونوالو ته د اقلیمي بدلونونو د اغېزو، د زیانمنو سیمو د کنترول لارو چارو او د کرنیزو تطبیقي میتودونو په اړه مفصل معلومات ورکړل شول.
ګډونوالو د پروګرام هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې دغه ډول پوهاوی پروګرامونه کولی شي د کرنیزو زیانونو د کمولو او د کروندګرو د عملي مهارتونو د لوړولو لامل شي.
باید وویل شي، چې د اقلیمي بدلون اړوند د پوهاوي دغه لړۍ به یوازې په ناوه کې نه، بلکې د هلمند د نورو ولسوالیو بزګرانو ته هم وغځېږي.

برگزاری برنامه آگاهی‌دهی و کنترول تأثیرات تغییرات اقلیمی در ولسوالی ناوه هلمند
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به هدف کنترول مناطق متأثر از تغییرات اقلیمی و بلند بردن سطح آگاهی عامه، یک سمینار آموزشی یک‌روزه را در ولسوالی ناوه ولایت هلمند برگزار کرد. در این برنامه شمار زیادی از دهقانان ولسوالی ناوه گرد هم آمده بودند.
نماینده ریاست زراعت هلمند در سخنان افتتاحیه بر اهمیت مبارزه در برابر تغییرات اقلیمی تأکید کرده و از هیئت اعزامی وزارت استقبال نمود.
هیئت وزارت زراعت مطابق اجندا، تمام موضوعات برنامه آموزشی را به تفصیل ارائه کرده و برای اشتراک‌کنندگان در مورد تأثیرات تغییرات اقلیمی، راهکارهای کنترول مناطق زیان‌دیده و میتودهای تطبیقی زراعتی معلومات مفصل داد.
اشتراک‌کنندگان ضمن استقبال از این برنامه، تأکید کردند که چنین برنامه‌های آگاهی‌دهی می‌تواند در کاهش خسارات زراعتی و ارتقای مهارت‌های عملی دهقانان نقش مهمی ایفا کند.
گفتنی است که این سلسله برنامه‌های آگاهی‌دهی پیرامون تغییرات اقلیمی تنها در ناوه محدود نمانده، بلکه برای دهقانان دیگر ولسوالی‌های هلمند نیز گسترش خواهد یافت.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS