د کرنې وزارت او د افغانستان بانک د همغږۍ ناسته ترسره شوه

user-admin
Mon, Sep 08 2025 3:50 PM
د کرنې وزارت او د افغانستان بانک د همغږۍ ناسته ترسره شوه


۱۷ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د افغانستان بانک د چارواکو ترمنځ کروندګرو او مالدارانو لپاره د اسلامي تمویلاتو د وړاندې کولو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د کرنې وزارت د پلان او د پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور، د افغانستان بانک د دفتر رییس مولوي فدامحمد فیضان او د دواړو ادارو سلاکاران او یوشمېر کارکوونکي ګډون درلود.
د کرنې وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رییس یاده ناسته د کارونو د ښه والي او کروندګرو او مالدارانو سره د همکارۍ د فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ چې په راتلونکي کې به د ګډو فعالیتونو د پیاوړتیا او د اسلامي تمویلاتو په اړه د خبرو لپاره نورې ناستې هم ترسره شي.
همدارنګه، د افغانستان بانک د دفتر رییس د کړنو د ښه والي، د کروندګرو او مالدارانو د ملاتړ، د مراجعینو لپاره د خدمتونو د اسانتیا او د ستونزو د کمولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
وروسته د دغه بانک او د هغه د همکارو صندوقونو د اسلامي مالي تمویلاتو شرایط وڅېړل شول او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.


جلسه هماهنگی وزارت زراعت و افغانستان بانک برگزار شد 
۱۷ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه هماهنگی میان مسوولان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و افغانستان بانک پیرامون ارائه تمویلات اسلامی به دهقانان و مالداران برگزار شد.
 در این نشست مولوی عبدالغفور رییس عمومی پلان و هماهنگی برنامه های وزارت زراعت، مولوی فدامحمد فیضان رییس دفتر افغانستان بانک، مشاوران و کارکنان هر دو اداره حضور داشتند.
رییس عمومی پلان و پالیسی وزارت زراعت این جلسه را فرصت مناسبی برای هماهنگی و بهبود کارها و ایجاد فرصت‌های همکاری با دهقانان و مالداران دانست و تأکید کرد که نشست‌های بیشتری در آینده برای تقویت فعالیت‌های مشترک و گفت‌وگو پیرامون تمویلات اسلامی برگزار خواهد شد.
همچنین، رییس دفتر افغانستان بانک بر ضرورت بهبود عملکرد، حمایت از دهقانان و مالداران، تسهیل خدمات برای مشتریان و کاهش مشکلات آنان تأکید کرد.
 در ادامه، شرایط تمویلات مالی اسلامی این بانک و صندوق‌های همکار آن بررسی و به سوالات اشتراک‌کنندگان پاسخ داده شد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS