د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی په ترکیه کې د ټیکا له لوی رییس سره وکتل

user-admin
Mon, Sep 08 2025 3:19 PM
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی په ترکیه کې د ټیکا له لوی رییس سره وکتل


۱۷ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، په مشرۍ ترکیې ته دخپل سفر په ترڅ کې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټیکا) له لوی رییس عبدالله ایرن سره وکتل او خبرې اترې وکړې.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټیکا) له لوی رییس عبدالله ایرن سره په لیدنه کې وویل، چې افغانستان په کرنه او مالدارۍ کې ستر ظرفیتونه لري او د دغو ظرفیتونو سمه کارونه کولی شي د هېواد د خوړو ځان‌بسیا کې مهم رول ولوبوي او د هېواد اقتصادي وده کې ونډه واخلي. نوموړي زیاته کړه، چې د کرنې وزارت چمتو دی د ترکیې د تجربو او همکاریو په ګټه اخیستنې سره، د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې عملي او پایدارې پروژې پلي کړي.
په دې لیدنه کې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټیکا) لوی رییس عبدالله ایرن د افغان پلاوي هرکلی وکړ، د ننګرهار، کونړ او لغمان د زلزله‌ځپلو خلکو سره یې خواخوږي څرګنده کړه او د هغوی لپاره یې دعا وکړه. نوموړي همدارنګه خپل د ادارې له لوري افغانستان سره د کرنې په برخه کې د ګډو همکاریو د پراخولو په اړه د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
مولوي صدراعظم عثماني په پای کې د ټیکا د ادارې له مرستو او همکاریو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دغو همکاریو دوام د افغانستان د کرنې د سکتور د پیاوړتیا لپاره خورا ارزښت لري.


دیدار هیئت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با رئیس عمومی تیکا در ترکیه
۱۷ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
هیئت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان به ریاست مولوی صدراعظم عثمانی معین وزارت، در جریان سفر رسمی خود به ترکیه با عبدالله ایرن رئیس عمومی اداره همکاری‌های ترکیه (تیکا) دیدار و گفت‌وگو کرد.
مولوی صدراعظم عثمانی معین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در دیدار با عبدالله ایرن رئیس عمومی اداره همکاری‌های ترکیه (تیکا) گفت که افغانستان ظرفیت‌های بزرگی در بخش زراعت و مالداری دارد و استفاده درست از این ظرفیت‌ها می‌تواند نقش مهمی در خودکفایی غذایی و رشد اقتصادی کشور ایفا کند. او افزود که وزارت زراعت آماده است تا با استفاده از تجارب و همکاری‌های ترکیه، پروژه‌های عملی و پایدار را در بخش‌های مختلف زراعتی و مالداری تطبیق نماید.
در این دیدار، عبدالله ایرن رئیس عمومی تیکا ضمن خوش‌آمدید به هیئت افغان، نسبت به زلزله‌زدگان ولایات ننگرهار، کنر و لغمان ابراز همدردی نموده و برای آنان اتحاف دعا کرد. وی همچنان از آمادگی همه‌جانبه اداره مربوطه‌اش  برای گسترش همکاری‌های مشترک در بخش زراعت با افغانستان اطمینان داد.
مولوی صدراعظم عثمانی در پایان از حمایت‌ها و همکاری‌های اداره تیکا قدردانی کرده و بر اهمیت تداوم این همکاری‌ها برای تقویت سکتور زراعت افغانستان تأکید ورزید.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS