خوست کې د روږدو او بې‌ځایه شویو کورنیو د اقتصادي ملاتړ لپاره پراخه سروې ترسره شوه

mail-admin
Mon, Sep 01 2025 9:42 AM
خوست کې د روږدو او بې‌ځایه شویو کورنیو د اقتصادي ملاتړ لپاره پراخه سروې ترسره شوه

۱۰ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
خوست ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې او د «اکشن اېډ» موسسې په همکارۍ د روږدو او بې‌ځایه شویو کورنیو د اقتصادي ملاتړ په موخه یوه پراخه سروې ترسره شوه.
په دې سروې کې ۲۰۸ تنه مستحقین تثبیت شول، چې د پنځو بېلابېلو اقتصادي پروګرامونو لپاره ټاکل شوي دي.
د چارواکو په خبره ددې پروسې په ترڅ کې د کورنیو باغچو پروګرام لپاره ۱۰۰ تنه، د چرګانو د پالنې پروګرام لپاره ۵۰ تنه، د مالدارۍ (اوزو پالنې) پروګرام لپاره ۳۳ تنه، د مېوو او سبو د وچولو ماشین (سولري ډرایر) پروګرام لپاره ۱۵ تنه او د کوچنیو اقتصادي کاروبارونو پروګرام لپاره ۱۰ تنه ټاکل شوي دي.
یاد شوي مستحقین ټول هغه روږدي او بې‌ځایه شوې کورنۍ دي، چې له نشه‌يي توکو یې ځان ساتلی او غواړي د عادي ژوند د بیا پیل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
مسؤلین وايي، ټاکل شویو کسانو ته به د راتلونکې اوونۍ په ترڅ کې د اړوندو پروګرامونو په برخه کې ځانګړي ټرېنینګونه ورکړل شي، څو د یادو پروګرامونو څخه اعظمي ګټه واخلي او د ځان بسیاینې لور ته ولاړ شي.

در خوست به‌منظور حمایت اقتصادی از خانواده‌های معتاد و بی‌جا شده، یک سروی گسترده انجام شد
۱۰ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
در ولایت خوست، تحت چتر ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و با همکاری موسسه «اکشن‌اید»، به هدف حمایت اقتصادی از خانواده‌های معتاد و بی‌جا شده، یک سروی گسترده انجام شد.
در این سروی، ۲۰۸ تن مستحق شناسایی گردیدند که برای پنج برنامه مختلف اقتصادی در نظر گرفته شده‌اند.
به گفته مسئولان، در چارچوب این روند، برای برنامه باغچه‌های خانگی ۱۰۰ تن، برای برنامه پرورش مرغ ۵۰ تن، برای برنامه مالداری (پرورش بز) ۳۳ تن، برای برنامه ماشین خشک‌کن میوه و سبزی (سولری درایر) ۱۵ تن و برای برنامه کسب‌وکارهای کوچک اقتصادی ۱۰ تن انتخاب شده‌اند.
افراد مستحق یادشده تماماً کسانی هستند که قبلاً معتاد بوده یا بی‌جا شده‌اند و اکنون از مواد مخدر فاصله گرفته و می‌خواهند برای آغاز زندگی عادی گام‌های عملی بردارند.
مسئولان می‌گویند به افراد انتخاب‌شده در جریان هفته آینده، آموزش‌های اختصاصی در بخش برنامه‌های مربوطه داده خواهد شد تا از این برنامه‌ها حداکثر استفاده را نموده و به سمت خودکفایی حرکت کنند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS