د کندز ولایت د کرنې نوی رییس معرفي شو

mail-admin
Sat, Aug 30 2025 11:11 AM
د کندز ولایت د کرنې نوی رییس معرفي شو

۸ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د حکم پر بنسټ، مولوی نیاز محمد عابد د کندز ولایت د کرنې د رییس په توګه وګمارل شو او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړه.
مولوی نیاز محمد عابد تر دې وړاندې د میدان وردګو ولایت د کرنې د رییس په توګه دنده ترسره کوله.
د ښاغلی عابد د پېژندنې په مراسمو کې د ولایت مقام د دفتر رییس مولوي عبدالـمؤمن حمید، یو شمېر ولایتي مسؤولینو، علماوو، مجاهدینو او یوشمېر سیمه ییزو چارواکو کډون درلود.
د ولایت مقام د دفتر رییس په خپلو خبرو کې وویل، چې ادلون بدلون د اسلامي امارت په نظام کې د شریعت یو مهم اصل دی او د همدې بنسټ پر اساس مولوي نیاز محمد عابد چې، مخکې یې د میدان وردګو د کرنې رئیس په توګه کار کاوه، د کندز د کرنې رییس وټاکل شو.
هغه ټینګار وکړ چې مسؤلین باید د شریعت د رهنمودونو او اداري اصولو پر بنسټ په اخلاص دندې ترسره کړي څو خلکو ته اغېزمن خدمتونه ورسوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS