د ننګرهار بټي کوټ کې پر سلګونه بېوزله بزګرانو خوراکي توکي ووېشل شول

mail-admin
Mon, Aug 25 2025 4:09 PM
د ننګرهار بټي کوټ کې پر سلګونه بېوزله بزګرانو خوراکي توکي ووېشل شول

۳  وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهارد کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې «جي.اې.ان.اچ.او» په تخنیکي او د «جي.اې.ان» مؤسسې په مالي ملاتړ بټي کوټ ولسوالی کې ۳۸۴ بېوزلو او د وچکالۍ له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ووېشل شول.
د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمدولي محسن د توکو د وېش پر مهال وویل، یادو کورنیو د لاچه پور او سلطان خېل کانالونو د جوړولو او پاککارۍ په چارو کې کار کړی و. د ده په وینا، د دغو کاریګرو په هڅو ۱۶ کیلومتره کانالونه پاک او ۳۷۰ متره په اوږدوالي نوي کانالونه په اساسي ډول جوړ شوي، چې په پایله کې یې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر پوښښ لاندې راغلې ده.
هغه زیاته کړه، د خوراکي توکو په هره کڅوړه کې ۱۵۰ کیلو اوړه، ۵۰ کیلو وریجې، ۲۰ لیټره غوړي، ۲۰ کیلو بوره، ۱۴ کیلو لوبیا، ۱۳ کیلو مۍ، ۲ کیلو شین چای او ۲ کیلو مالګه شامله ده.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکو وویل، وړاندې هم د جاپان د بېړنیو مرستو مؤسسې د کانالونو پاککارۍ پروژې له لارې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

توزیع مواد خوراکی برای صدها خانواده فقیر در ولسوالی بتی‌کوت، ولایت ننگرهار
۳ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
در ولسوالی بتی‌کوت ولایت ننگرهار، صدها خانواده فقیر و آسیب‌دیده از خشکسالی، تحت برنامه‌های ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار و با تلاش نهاد ملی بشردوستانه «G.A.N.H.O» و حمایت مالی مؤسسه «G.A.N»، مواد خوراکی دریافت کردند.
مولوی محمدولی محسن، رئیس زراعت ننگرهار، هنگام توزیع این کمک‌ها گفت که این خانواده‌ها در پروژه‌های ساخت و پاک‌کاری کانال‌های لاچه‌پور و سلطان‌خیل کار کرده‌اند. به گفته وی، با تلاش این کارگران، ۱۶ کیلومتر کانال پاک‌کاری و ۳۷۰ متر کانال جدید به‌طور اساسی ساخته شد که در نتیجه آن صدها جریب زمین زراعتی تحت پوشش آب قرار گرفت.
وی افزود که در هر بسته مواد خوراکی، ۱۵۰ کیلو آرد، ۵۰ کیلو برنج، ۲۰ لیتر روغن، ۲۰ کیلو شکر، ۱۴ کیلو لوبیا، ۱۳ کیلو میوه، ۲ کیلو چای سبز و ۲ کیلو نمک شامل است.
مقام‌های ریاست زراعت ننگرهار گفتند که پیش‌تر نیز از طریق پروژه‌های پاک‌کاری کانال‌های نهاد کمک‌رسان اضطراری ژاپن، زمینه اشتغال برای صدها نفر فراهم شده بود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS