کابل کې د مالدارۍ ورځ ونمانځل شوه

mail-admin
Mon, Aug 25 2025 4:02 PM
کابل کې د مالدارۍ ورځ ونمانځل شوه

 ۳  وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
په کابل کې د مالدارۍ ورځ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې او د افغانستان لپاره د ثبات، معیشت او اساسي خدمتونو د پروګرام په همکارۍ ونمانځل شوه.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په دغو مراسمو کې وویل، چې مالدارۍ ملي پانګه ده او د هېواد د اقتصاد مهمه برخه جوړوي. نوموړي زیاته کړه، چې د مالدارانو ملاتړ د وزارت له لومړیتوبونو څخه دی او د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې پروژې د وزارت په همغږۍ په اغېزناک ډول پلي شوي دي.
د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې رییس ډاکتر فریدون قیومي، هم په دغو مراسمو کې د یادې کمېټې اساسي موخې بېوزلو مالدارانو او کروندګرو ته چوپړتیاوې وړاندې کول وبلل.
د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټه د کابل، هرات، بلخ، کاپیسا، پروان، کندز، بغلان، غور، میدان وردګ، نیمروز، فراه، بامیان، سمنګان، جوزجان او سرپل په ولایتونو کې فعالیت لري. دا کمېټه د زیانمنو مالدارانو د ملاتړ، د حیواني او نباتي ناروغیو پر ضد د مبارزې، د څارویو د واکسین تطبیق، له سېلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې، او اړمنو کورنیو ته د روزنیزو پروګرامونو، خوراکي او نغدې مرستو په برخو کې فعالیت کوي.


تجلیل از روز مالداری در کابل
۳ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
از روز مالداری در کابل با همکاری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، کمیته هالند برای افغانستان و پروگرام ثبات، معیشت و خدمات ضروری برای افغانستان تجلیل شد.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در این مراسم گفت که مالداری سرمایه ملی است و بخش مهمی از اقتصاد کشور را تشکیل می‌دهد. او افزود که حمایت از مالداران از اولویت‌های وزارت می‌باشد و پروژه‌های کمیته هالند برای افغانستان در هماهنگی با وزارت به‌گونه مؤثر تطبیق گردیده است.
داکتر فریدون قیومی رییس کمیته هالند برای افغانستان نیز در این مراسم هدف کلی این کمیته را خدمت به مالداران و دهاقین محروم عنوان کرد.
کمیته هالند برای افغانستان در ولایت‌های کابل، هرات، بلخ، کاپیسا، پروان، کندز، بغلان، غور، میدان وردک، نیمروز، فراه، بامیان، سمنگان، جوزجان و سرپل فعالیت دارد. این کمیته در بخش‌های حمایت از مالداران آسیب‌پذیر، مبارزه با امراض حیوانی و نباتی، تطبیق واکسین حیوانی، کمک به خانواده‌های متضرر از سیلاب‌ها و ارائه آموزش و کمک‌های غذایی و نقدی برای خانواده‌های نیازمند فعالیت می‌کند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS