کندهار کې د څارویو د درملو شرکتونه او پلورنځۍ وڅارل شول

mail-admin
Thu, Aug 21 2025 9:33 AM
کندهار کې د څارویو د درملو شرکتونه او پلورنځۍ وڅارل شول

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د مالدارۍ آمریت مسؤلینو د څارویو د بې‌کیفیته، غیري قانوني، تر وخت تېر درملو او د څارویو د درملو شرکتونو او پلورنځیو د جوازونو د څارنې په موخه یو ورځنی پراخ کمپاین ترسره کړ. دغه کمپاین کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ آمر حافظ حمیدالله په مشرۍ ترسره شو.
د کندهار د کرنې ریاست د مالدارۍ آمریت آمر حافظ حمیدالله، وویل: «د کمپاین پر مهال د څارویو د درملو د ګڼ شمېر شرکتونو او پلورنځیو څخه څارنه وشوه. د څارنې پر مهال د درملو کیفیت، د تولید او پای نېټه، د واردولو اسناد او د شرکت جوازونه وکتل شول.» نوموړي زیاته کړه، چې د ګڼ شمېر شرکتونو او پلورنځیو مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، چې د درملو په پلور کې د قانوني جواز درلودل د هر درمل پلورونکي لپاره اړین دي.
دغه راز ددې څارنې پر مهال یوشمېر تر وخت تېر درمل هم راټول شوي دي.
د کمپاین پر مهال د څارویو د درملو له ټولو شرکتونو غوښتنه وشوه، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت د اصولو مطابق د فعالیت جواز ترلاسه کړي، د خپلو شرکتونو له درملو څخه تر وخت تېر او غیرقانوني درمل په بشپړ ډول لرې کړي او د کرنې او مالدارۍ وزارت د اصولو او معیارونو سره سم عمل وکړي.
همدارنګه ټولو شرکتونو او درمل پلورنځیو ته خبر ورکړل شو، چې تر راتلونکې یکشنبې پورې دې خپل فعالیتونه د کرنې وزارت د معیارونو سره برابر کړي او د پلورنځیو لپاره د کرنې وزارت رسمي جوازونه ترلاسه کړي، ترڅو په راتلونکي کې د ځنډ او خنډ سره مخ نه شي.
د دغه کنټرول موخه د بې کيفيته او تاريخ تېرو درملو  پلور مخنیوي، په خپل سر د هټيو پرانیستل او د غير قانونې درمل او واکسینونو د واردولو مخنيوي دی. دغه څارنې او ارزونې ددې لامل کیږي چې، درملتونونه او د وترنرۍ د برخې فعالین خپلو مشتریانو ته معیاري او په ښه کیفیت برابر چوپړونه وړاندې کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS