ننګرهار کې بزګرانو او د سیمې اوسیدونکو ته د طبیعي زېرمو ساتنې او اوبو ښه مدیریت په برخه کې روزنه پیل شوه

mail-admin
Wed, Aug 13 2025 3:51 PM
ننګرهار کې بزګرانو او د سیمې اوسیدونکو ته د طبیعي زېرمو ساتنې او اوبو ښه مدیریت په برخه کې روزنه پیل شوه

۲۲ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق 
د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک کډوالو نړۍوالې ادارې په تخنیکي او اروپایي ټولني په مالي لګښت د ننګرهار په ۳ ولسوالیو کې ۲۷۰۰ تنو بزګرانو او د سیمي خلکو ته د طبیعي زېرمو، ځنګلونو ساتنې او نورو برخو کې روزنه پیل شوه.
د  ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې په هسکه مېنه، سپین غر او اچین ولسوالیو کې بزګرانو ته د طبیعي زېرمو او اوبو ښه مدیریت په موخه روزنه د ډنمارک نړۍوالې ټولني له لورې پیل شوه. نوموړې وویل بزګرانو ته به په یادو واړه ولسوالیو کې په تدریجي ډول په مختلفو وختونو کې روزنې ورکول کېږي. ښاغلي محسن زیاته کړه، چې ددغو روزنو موخه دطبیعي زېرمو ساتنه او اوبو ښه مدیریت دی او په هغو سیمو کې به ورکړل شي، چې طبیعي زېرمې د تخریب له ګواښ سره تر ډېره مخامخ وي.
ددې پروګرام ګډونوالو ته به د ځنګلونو، څړځایونو ساتني، اوبو ښه مدیریت، پایداره کرنې، خاورې او ایکو سیستم تخریب مخنیوي، اقلم بدلون اغیزې، نړۍوالې تودخې، طبیعي پېښو ګواښونو کمولو او نورو اړونده برخو کې د مسلکي کارکوونکو له لورې روزنه ورکړل شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS