د خوست سپیره ولسوالی کې د ځنګلونو ساتنې، د جلغوزیو محصول او په افغانیو پېر او پلور په اړه ناسته وشوه

mail-admin
Wed, Aug 13 2025 3:43 PM
د خوست سپیره ولسوالی کې د ځنګلونو ساتنې، د جلغوزیو محصول او په افغانیو پېر او پلور په اړه ناسته وشوه

۲۲ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سپیرې ولسوالی ولسوال مولوي لطف الرحمن نظامي او د کرنیزو چارو عمومي مدیر نواب جان سلار د سپیرې ولسوالی د اوو ټالو او افغان دوبي قومي مشرانو سره ځانګړې ناسته وکړه.
په دې غونډه کې د ځنګلونو د غیر قانوني قطع کولو مخنیوی، د جلغوزیو محصول اخیستل او د پیر او پلور پروسه په افغانیو ترسره کول د بحث اصلي موضوعات وو.
ګډونوالو د ځنګلونو ارزښت ته په اشارې وویل، چې دا شتمنۍ نه یوازې هوا پاکوي او د ځمکې تودوخه متوازنه ساتي، بلکې د زرګونو ژوو او مرغانو هستوګنځایونه هم دي. د دوی په وینا، د ځنګلونو له منځه وړل د وچکالۍ، سېلابونو او د ژوند چاپېریال د خرابېدو لامل کېږي، نو له همدې امله د ونو ساتنه، د نویو ونو کېنول او د غیر قانوني قطع مخنیوی د هر وګړي ګډ مسؤلیت دی.
په ناستې کې د جلغوزیو ۱۰٪ محصول اخیستل او د هغې د پیر او پلور پروسه په افغانیو ترسره کول، د ملي اقتصاد د پیاوړتیا، د بزګرانو د عادلانه ګټې او د طبیعي شتمنیو د خوندي کولو مهم ګامونه وبلل شول.
ګډونوالو یو ځل بیا ژمنه وکړه، چې د زرغون افغانستان لپاره به په ګډه هڅې کوي او د خپلو طبیعي شتمنیو په ساتنه کې به له هېڅ کوښښ څخه ډډه نه کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS