لغمان کې د باران او واورې د اورښت معلومولو لپاره د ولسوالیو کارکوونکو ته د باران‌سنج آلې ووېشل شوې 

mail-admin
Wed, Aug 13 2025 9:43 AM
لغمان کې د باران او واورې د اورښت معلومولو لپاره د ولسوالیو کارکوونکو ته د باران‌سنج آلې ووېشل شوې 

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د دې ولایت د پنځو ولسوالیو د کرنیزو چارو مسؤلینو ته د باران‌سنج آلې ووېشل شوې او په دې برخه کې مسلکي روزنه ورکړل شوه. یاد روزنیز پروګرام د کرنې وزارت په لارښوونه او د لغمان د کرنې ریاست د احصایې او اداري معلوماتو سیستم مدیرله لوري وړاندې شو.
په روزنه کې د باران او واورې د اورښت اندازه‌ګیري، د کوبو د استعمال، او د اوفن کامرې د کارولو څرنګوالی په عملي توګه وښودل شو.
د پروګرام په پای کې د لغمان د کرنې رییس، مولوي عبدالستار محمد، ګډون وکړ. نوموړي په دې اقدام خوښي څرګنده کړه او مسؤل کارکوونکي یې وهڅول، چې د باران او واورې د اورښت دقیقې اندازې په وخت د آنلاین سیستم له لارې د کرنې وزارت سره شریکې کړي. هغه ټینګار وکړ چې په دې برخه کې باید اړوند کارونه په جدي توګه ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وروسته به د باران او واورې د اورښت اندازه د هرې ولسوالۍ او ټول ولایت په کچه په دقیقه توګه ثبت او معلومه شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS