د هلمند دکرنې رییس د یوناما دفتر د سهیل لویدیځ زون چارواکو سره وکتل

mail-admin
Wed, Aug 13 2025 9:40 AM
د هلمند دکرنې رییس د یوناما دفتر د سهیل لویدیځ زون چارواکو سره وکتل

۲۱ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد وهاج د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ(یوناما) دفتر سهیل لویدیځ زون سرپرست رییس او د سیاسي څانګې مشر البرټو، د سیاسي برخې افسر سید عبدالله اغا او د پلان او برنامو د همغږۍ مدیر قاري شفیق الله مبین سره ګډون ناسته وکړه.
په پیل کې د هلمند دکرنې رییس راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د هغوی د هغو فعالیتونو ستاینه یې وکړه، چې د کرنې ریاست په برخه کې یې تر سره کړي دي.
د هلمند دکرنې رییس په خپلو خبرو کې وویل، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ په امر په هلمند کې د کوکنارو کښت او کاروبار په بشپړ ډول بند شوی دی او اوس نړۍوالې مرستندویه ادارې باید د امارت د اصولو او قوانینو په رڼا کې له بزګرانو سره صادقانه او مخلصانه مرستې وکړي. هغه د هلمند پراخه اراضي د هر ډول نباتاتو لپاره مناسبه وبلله او زیاته یې کړه، چې د مرستندویه ادارو لپاره دلته د پراختیایي  پروژو پوره زمینه برابره ده.
نوموړي د دې ولایت لپاره د ځینو مهمو او بنسټیزو پروژو وړاندیز وکړ چې پکې د مالدارۍ په برخه کې پانګونه، د کرنې د لویو پروژو تمویل، د طبیعي سرچینو پیاوړتیا، د نوو او ارزښتمنو نیالګیو روزنه، د سړوخونو رغونه او د اوبو مهارولو پروګرامونه پکې شامل دي.
ښاغلي البرټو د ناستې پر مهال د هلمند کرنیز اقتصاد د ودې او د نیشه یي توکو پر وړاندې د بدیلو کښتونو د تمویل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ. هغه زیاته کړه، چې غواړي د خصوصي سکتور سره د مالي او تخنیکي مرستو ترڅنګ د کرنیزو سوداګریزو چارو لپاره د ویزو په برخه کې اسانتیاوې، د کار زمینه برابرول، بانکي سهولتونه، د بهرنیو تعرفو او مالیاتو کمښت او د اوبو  ستونزو ته د رسېدو پر وړاندې د حل لارو چارو په برخه کې کار وکړي.
په پای کې د هلمند دکرنې رییس له یوناما وغوښتل، چې نړۍوالې مرستندویه ادارې دې وهڅوي څو په هلمند کې بنسټیز کارونه ترسره کړي، او ډاډ یې ورکړ چې د اسلامي امارت مسؤلین به د دغو پروژو په پلي کولو کې بشپړه همکاري وکړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS