د کابل سروبي کې ۲ زره او ۵۰ څارویو ته د ټګ او لیونتوب واکسین تطبیق شو

user-admin
Mon, Aug 11 2025 6:30 PM
د کابل سروبي کې ۲ زره او ۵۰ څارویو ته د ټګ او لیونتوب واکسین تطبیق شو


۲۰ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کابل ولایت د سروبي ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت د مالدارۍ د برخې مسؤل د شلټرنو موسسې له وترنر ډاکترانو سره په ګډه، د ماهیپر حوزې په بېلابېلو کلیو کې کوچنیو څارویو ته واکسین تطبیق کړ.
په دې لړ کې د ښویندۍ، ګوګامنډې، چینارې، زېړې تنګې او سرکاڼې په کلیو کې دوه زره او پنځوس (۲۰۵۰) شخوندوهونکو څارویو ته د ټګ ناروغۍ او لیونتوب پر ضد واکسین شول.
د سیمې مالداران د کرنې او مالدارۍ ریاست او یادې موسسې له همکارانو څخه د دې خدمتونو له امله خوښي څرګنده کړه او د دوی کار یې د مالونو د روغتیا او د ناروغیو د مخنیوي په برخه کې مهم وباله.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS