هلال ګروپ د ننګرهار څېړنیز مرکز د پیاوړتیا او پر سبو د څېړنو ترسره کولو کې مرسته کوي

mail-admin
Wed, Aug 06 2025 2:29 PM
هلال ګروپ د ننګرهار څېړنیز مرکز د پیاوړتیا او پر سبو د څېړنو ترسره کولو کې مرسته کوي

۱۵ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
هلال ګروپ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره د هوکړه لیک په اساس د ننګرهار څېړنیز مرکز د پیاوړتیا او سبو اصلاح شوي تخمونو تولید په موخه د همکارۍ ژمنه وکړه او په نږدې راتلوونکي کې به عملآ چارې پیل شي.
په همدې موخه دننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن، هلال ګروپ رییس حضرت ولي هډه وال، دهلال ختیځ زون مسؤل داکتر عبدالغفار لودین او څېړنیز مرکز مدیرانو په یاد فارم کې د ستونزو په نښه کولو، غوښتنو، تجاربو شریکولو او نورو برخو کې د نظر تبادله وکړه.
د هلال ګروپ رییس حضرت ولي هډوال وویل د کرنې وزارت سره یې د هوکړې له مخې د ننګرهار څېړنیز مرکز کې پر ۲۶ ډوله سبو تخمونو څېړنو ترسره  کولو هوډ لري او همدارنګه په څېړنیز مرکز کې به شته ستونزو ته په وخت رسېدنه وکړي. نوموړې د ننګرهار د کرنې رییس څخه دهمکارۍ غوښتنه هم وکړه.
په ورته وخت کې د ننګرهار د کرنې رییس د هلال ګروپ یاده هڅه د کرنې په سکتور کې ګټور وباله او د کرنې وزارت د اصولو مطابق یي د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS