د خوست ولایت تڼیو ولسوالی کې د ځنګلونو ساتنې او خوړو خوندیتوب لپاره ۵۰ لمریز پخلنځي ووېشل شول

mail-admin
Thu, Jul 31 2025 11:52 AM
د خوست ولایت تڼیو ولسوالی کې د ځنګلونو ساتنې او خوړو خوندیتوب لپاره ۵۰ لمریز پخلنځي ووېشل شول

۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمریت او د اړیکو دفتر په مالي همکارۍ، د تڼیو ولسوالی په کمکې ماڼې سیمه کې د ځنګلونو د بیارغونې او خوړو خوندیتوب پروژې تر چتر لاندې ۵۰ دانې لمریز پخلنځي د ځنګلونو د بیارغونې ټولنې استازو ته ووېشل شول.
د یادو پخلنځیو د وېش غونډه د اړیکو دفتر همکارانو او د کرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت انجنیر زاري جان په حضور کې ترسره شوه، چې موخه یې د ځنګلونو د قطع کېدو مخنیوی، د انرژۍ بدیل سرچینو ته لاسرسی، او د سیمې خلکو ته د پخلي په برخه کې اسانتیاوې برابرول وو.
لمریز پخلنځی د انرژۍ یوه عصري، پاکه، ارزانه او دوامداره سرچینه ده، چې د لمر له وړانګو څخه ګټه اخلي او چاپېریال ته زیان نه رسوي. دا سیستم د سون توکو اړتیا له منځه وړي، د هوا له ککړتیا مخنیوی کوي او د پایدارې انرژۍ د استفادې له لارې د طبیعي منابعو ساتنه تضمینوي.
د خوست د کرنې ریاست چارواکو څرګنده کړه، چې د لمریز پخلنځي استعمال نه یوازې د سیمې کورنیو ته د پخلي اسانتیاوې برابروي، بلکې د ځنګلونو  وهلو او د طبیعي سرچینو د له‌منځه تلو مخه هم نیسي. همداراز، لمریزه انرژي د بریښنا د تولید یو ارزانه او دوامداره حل بلل کېږي، چې د مکتبونو، روغتونونو او زراعتي فارمونو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم مهم رول لوبولی شي.
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ژمن دی، چې د طبیعي سرچینو د ساتنې، د چاپېریال د خوندیتوب او د نوې ټکنالوژۍ د معرفۍ له لارې د سیمې خلکو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS