د کرنې وزیر د هلمند والي سره د نوو پراختیایي پروژو، پانګونې او خدماتو د پراختیا په تړاو خبرې وکړې

mail-admin
Thu, Jul 31 2025 10:22 AM

۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د هلمند ولایت والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل. په دې لیدنه کې د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد وهاج او یوشمېر نور چارواکي هم شتون درلود.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو، دهلمند په ولایت کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پانګوالو ته د پانګونې زمینې برابرول، د کرنې او مالدارۍ د پراخ پرمختګ، د خصوصي سکتور د پانګونې د جذب، د خالصه دولتي ځمکو د اغېزمنې استفادې او نوو پراختیايي پروژو د منظورۍ په تړاو خبرې اترې وکړې.
دکرنې وزیر ددې د لیدنې پر مهال د ۶.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۱۳ جریبه انارو اصلاح شوو بڼونو د جوړېدو هوکړه وکړه، چې دا بڼونه به د اوبو د څاڅکې «قطره‌یي» سیستم له لارې د هلمند بزګرانو ته بلاعوضه جوړ شي. د دغو بڼونو د جوړولو لپاره اړین نیالګي، د ځمکې برابرولو لګښتونه، او د قطره‌یي سیستم ټول توکي د وزارت له لوري برابرېږي.
دغه راز د هلمند والي، دکرنې  وزیر سره د یاد ولایت لپاره د پراخو پرمختیایي پلانونو د منظورۍ اړوند تفصیلي خبرې وکړې، چې دکرنې وزیر ورته د لا زیاتې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د لیدنې په دوام دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري او د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي د یوشمېر نورو چارواکو په ملتیا د وزارت په انګړ کې د قطره‌یي سیستم یوه ننداریزه قطعه هم وکتله، او هوکړه وشوه چې دغه سیستم به د هلمند په یادو اصلاح شوو بڼونو کې تطبیق شي.
همداراز، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د یوې جلا ناستې پر مهال د هلمند دکرنې رییس مولوي نیازمحمد وهاج سره په کتنه کې ددې ولایت دکرنې او مالدارۍ پر شته ستونزو، ننګونو او فعالیتونو خبرې اترې وکړې. د دې ناستې پر مهال د کرنې، مالدارۍ او اوبو د تنظیم په برخو کې د هلمند دکرنې ریاست د لاسته راوړنو، نوښتونو، او خدمتونو تفصیلي راپور وړاندې شو. د هلمند د کرنې رییس د اصلاح شویو تخمونو، نوې کرنیزې طریقې، د بڼوالۍ پراختیا، د حیواني روغتیا او د اوبو مدیریت برخو کې د ریاست کړنې واضحې کړې.
په همدې حال کې د کرنې وزیر د هلمند دکرنې ریاست د کړنو ستاینه وکړه او دهلمند دکرنې رییس او کارکوونکو له هڅو خوښي وښوده. نوموړي ټینګار وکړ، چې وزارت به له هغو ولایتي ادارو پوره ملاتړ وکړي، چې خپل کارونه په صداقت او مسلکیتوب ترسره کوي.
دکرنې وزیر زیاته کړه، چې سږ کال به هم د هلمند لپاره نوې او بنسټیزې پروژې پیل شي، چې په کې د طبیعي سرچینو ساتنه، د څړځایونو بیارغونه، د حیواني ناروغیو مخنیوی، د نباتي آفتونو پر وړاندې وقایه، او د اوبو مهار شامل دي. دا به نه یوازې د کرنیز سکتور د پیاوړتیا لامل شي، بلکې سلګونه کرنیزې کورنۍ به ترې اقتصادي ګټه واخلي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS