د کرنې وزارت د عشر او زکات لوی رییس د روزګان د عشر او زکات له مسوولینو سره وکتل

mail-admin
Wed, Jul 30 2025 3:17 PM
د کرنې وزارت د عشر او زکات لوی رییس د روزګان د عشر او زکات له مسوولینو سره وکتل

۸ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات لوی رییس مولوي ندا محمد عابد د یو رسمي سفر په ترڅ کې د روزګان ولایت د کرنې ریاست له کارکوونکو، د عشر او زکات له مرکزي آمریت او د ولسوالیو له مسوولینو سره غونډه وکړه.
ددې غونډې په ترڅ کې، چې د عشر او زکات د ریاست ټول ولایتي او د ولسوالیو کارکوونکي هم ګډون‌ درلود، پر څو مهمو موضوعاتو بحث وشو. د کرنې وزارت د عشر او زکات لوی رییس خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې ټول همکاران دې د عشر او زکات د راټولولو پر مهال له ولس سره نېک، عادلانه او د شریعت مطابق چلند وکړي.
مولوي ندا محمد عابد زیاته کړه، چې د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال د هدایت له مخې دا سفر روزګان ولایت ته د نظارتي، ارزونې، پوهاوي او همغږۍ په موخه تر سره شوی دی. د غونډې پر مهال نوموړي د عشر او زکات د راټولولو له بهیر څخه د څارنې، له ولس سره د ښې اړیکې، د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د سیمه‌ییزو چارواکو او متنفذینو د ملاتړ د جلب پر اهمیت ټینګار وکړ.
د روزګان د کرنې ریاست مسؤلینو هم د غونډې پر مهال له عشر او زکات ریاست سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه. همدارنګه، د عشر او زکات مرکزي او ولسوالیو مسوولینو د راټولولو پر مهال له شته ستونزو او ننګونو د لوی رییس سره مفصلې خبرې وکړې او خپل وړاندیزونه یې شریک کړل.
د غونډې په پای کې، د روزګان ولایت مسؤلینو یو ځل بیا د عشر او زکات د لوی رییس مولوي ندا محمد عابد سره د دوامدارې همکارۍ ژمنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د دې مهم شرعي وجیبې د تطبیق په برخه کې به خپلې هڅې لا زیاتې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د عشرا او زکات لوی رییس د خپل کاري سفر په دوام، د روزګان ولایت چهارچینو او دهراود ولسوالیو ته جلا جلا سفرونه ترسره کړل. نوموړي د دغو سفرونو پر مهال د یادو ولسوالیو اړوند یوشمېر مهمې موضوعات له نږدې وڅېړل او د حل لارې چارې یې وکتلې. همداراز، د ستونزو د حل لپاره اړیمې کړنې تر سره شول.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS