د پکتیا مرکز او احمدابا ولسوالی کې یوشمېر بڼوالو سره د بڼوالۍ توکو مرسته وشوه

user-admin
Sat, Jul 26 2025 11:35 AM
د پکتیا مرکز او احمدابا ولسوالی کې یوشمېر بڼوالو سره د بڼوالۍ توکو مرسته وشوه


۲ زمری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د ناروی کمیټې «ان اې سي»  په مالي ملاتړ، او د همدې مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د مرکز ګردیز او احمدابا ولسوالی  پر ۱۰ تنو بڼوالو د بڼوالۍ اړوند مهم توکي ووېشل شول.
یاده مرسته  د مرکز او احمدابا ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې ترسره شوه، په دغه مرسته کې پنځه قلمه د  بڼوالۍ توکي ورکړل شول، چې په کې ۲۰ لیتره دواپاشي پمپ، د ښاخبرۍ قیچي، د دواپاشي جامې، ماسک او عینکې شامل دي.
د دې مرستې موخه د بڼوالو اقتصادي پیاوړتیا، د بڼوالۍ کیفیت لوړول، د مېوو د راټولولو او ښاخبرۍ لپاره معیاري وسایلو ته لاسرسی برابرول، او د حاصلاتو ښه مدیریت ښودل شوی دی.
 د پکتیا دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې له دغو توکو سره بڼوال کولی شي خپل بڼونه په معیاري توګه اداره کړي، ښې حاصلات ترلاسه کړي، او بازار لپاره مناسب محصولات تولید کړي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د پکتیا د کرنې ریاست د کرنې سکتور د ودې، پراختیا او معیاري کیدلو لپاره هڅې زیاتي کړي دې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS