د جلغوزیو محصول راټولولو په پار شېرزادو ولسوالی ته د ننګرهار دکرنې ریاست د پلاوي سفر

mail-admin
Wed, Jul 23 2025 3:32 PM
د جلغوزیو محصول راټولولو په پار شېرزادو ولسوالی ته د ننګرهار دکرنې ریاست د پلاوي سفر

۱ زمری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښوونه د قدرتي زېرمو امر قاري کاهون عبدالرحمن اتل  په مشرۍ ګډ پلاوي دجلغوزیو د۱۰ سلنه محصول راټولولو او د قدرتي ځنګلونو ساتلو په موخه شېرزاد ولسوالی ته سفر وکړ.
ښاغلي اتل د شېرزاد ولسوال، امنیه قومنان، د ترویج مدیرانو او څارنیزو کمیټو مسؤلینو سره د جلغوزیو د مالیې ترڅنګ د ځنګلونو ساتلو، جلغوزیو په فني شکل راټولولو، د ځنګلو د پریکولو مخنیوي او د ځنګلو د بیا رغولو په موخه ناسته ترسره کړه.
په یادې ولسوالی کې د ځایي مسؤلینو او څارنې کمیټو له لورې د ځنګلو د ساتلو او پالنې په برخه کې د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړل شو.
د ننګرهار په یوولسو ولسوالیو کې قدرتي ځنګلونه شتون لري؛ چې د سیمي د ښکلا ترڅنګ یي د اقلیم بدلون په برخه کې مثبت رول لوبولي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS