د کندهار خاکریز ولسوالی کې د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت لوی چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
Tue, Jul 22 2025 10:47 AM
د کندهار خاکریز ولسوالی کې د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت لوی چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

 ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پرله‌پسې هڅو په پایله کې ددې ولایت د خاکریز په ولسوالی کې د ۱۱ میلیونه افغانیو په مالي لګښت یو لوی او مهم چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد چکډېم د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یو،ان،ډي،پي» د مالي ملاتړ او د کندهار د طبیعي سرچینو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې د خاکریز ولسوالۍ د چهاربند سیمې د غوماشي پر مانده باندې جوړ شوی دی. دا پروژه د سیمه ییزو کروندګرو لپاره د اوبو یوه مهمه سرچینه ده چې د کرنیزو فعالیتونو د پراخېدو او د څارویو د ساتنې لپاره به مهمه ونډه ولري.
د چکډېم د کیفیت د ارزونې او تخنیکي څارنې لپاره د کندهار د کرنې ریاست له لوري ځانګړی تخنیکي پلاوی ګمارل شوی و چې د بشپړې څارنې وروسته، د کندهار دکرنې رییس مولوي عبدالرشید منیب له خوا د کروندګرو او مالدارانو د استفادې لپاره رسماً وسپارل شو.
د کندهار دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت تخنیکي مسؤول انجنیر نورمحمد همکاروویل: «دا چکډېم ۱۳۵ متره اوږدوالی، ۱۳ متره ارتفاع او ۷۶ متره پراخوالی لري او په یوه وخت کې ۷۰ زره متره مکعب اوبه ذخیره کولی شي.» هغه زیاتوي، چې د چکډېم ټولې ودانیزې چارې په اساسي، معیاري او پایدار ډول بشپړې شوې دي.
د دې پروژې موخه د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو ذخیره کول، د وچکالۍ پر وړاندې مبارزه، د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړول، د سیلابونو مخنیوی او د کروندګرو او مالدارانو د تولیداتو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.
د کندهار کرنې ریاست چارواکي وایي چې په دې وروستیو کې د اوبو مدیریت او د بزګرانو د ملاتړ لپاره ځانګړې پاملرنه شوې ده. د روان کال په اوږدو کې دا د څو مهمو چکډېمونو له جملې څخه دی چې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.
له دې مخکې هم د کندهار ولایت په تخته‌ پل ولسوالۍ کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په ارزښت یو ستر چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی و. 
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وایي، چې د وچکالۍ او د طبیعي افتونو پر وړاندې د کروندګرو د ملاتړ بهیر به دوام پیدا کړي او د اوبو مدیریت به لا پیاوړی شي ترڅو کروندګر له ستونزو خلاص او د دوامدار تولید زمینه ورته برابره شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS