د خوست علیشیرو او تریزیو ولسوالی کې د ۱۱ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
Wed, Jul 16 2025 10:20 AM
د خوست علیشیرو او تریزیو ولسوالی کې د ۱۱ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د عليشیرو او تریزیو ولسوالیو کرنیزو چارو مدیریت په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یو،ان،ډي،پي» په مالي او د ویژن سفلاي شرکت په تخنیکي همکارۍ د عليشیرو او تریزیو ولسوالیو په بېلابېلو کلیو کې د ۱۱ بابه شنو خونو د جوړولو چارې رسماً پیل شوې.
یادې شنې خونې به د یادو سیمو بزګرانو ته د موسمي سبواو نورو کرنیزو محصولاتو د تولید په برخه کې نوې او مؤثرې زمینې برابرې کړي.
د یادو شنو خونو د جوړولو په پار هر یو مستحق بزګر ته د اوبوټانکۍ، لمریزې تختې، د ټانکۍ اېښودلو فریم، سمسرسېبل، پلاسټیک، پایپونه، او د «بي،کیو» مطابق نور اړوند توکي وېشل شوي دي.
 د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي، چې د دې ډول پروژو له لارې هڅه کوي د کرنې د عصري کولو، د حاصلاتو د زیاتوالي، او د بزګرانو د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS